تازه خبرونه
سوله په افغانستان کې د امریکا لومړیتوب دی- الیس ویلز
د زلمي خلیلزاد او طالب استازیو د اووم پړاو خبرو په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز ویلي، چې د سیاسي جوړجاړي له لارې د افغانستان د جګړې پای ته رسول نه یوازې مهم ټکی دی، بلکې د امریکا تر ټولو مهمه تګلاره او لومړیتوب هم دی.
د امریکا کانګرس او بهرنیو چارو وزارت په دې کار کوي، چې افغانستان بیا د نړۍ او په ځانګړي توګه د امریکا لپاره خطر جوړ نشي او دا هېواد ورو ورو په خپلو پښو ودریږي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ټینګار کړی، چې که د افغانستان جګړه ختمه شي یا امریکا له افغانستان وځي، بیا هم امریکا غواړي، چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.
د دې په وینا؛ له افغانستان سره د امریکا ملکي مرستې او د بیارغونې کومکونه به بیا هم تر یوه حده دوام وکړي.
نوموړې زیاته کړې، چې له افغانستان سره د امریکا مرستې د سپین چک په معنا ندي، بلکې د هغې په خبره باید حساب او کتاب معلوم وي او افغان حکومت باید لازم سمونونه راولي.
نوموړې زیاته کړې؛ اوس د امریکا پام دې ته دی، چې څنګه په افغانستان کې جګړه ختمه شي او د سیاسي جوړجاړي یوه لار رامنځته شي.
اجرائیه ریاست بیا د افغانستان سولې په بهیر کې د سیمې هېوادونو رول ګټور بولي او تمه لري، چې د افغانستان د سولې په اړه کیدونکې ناستې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لار اواره کړي.
د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال امید میثم وایي، چې زمونږ د نړیوالو همکارانو ټولې هڅې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته د زمینې پر جوړولو راڅرخي او مونږ هیله من یو، چې د سولې د بهیر دغه پړاو ته ورسیږو.
د زلمي خلیلزاد او طالب استازیو په اووم پړاو خبرو کې به د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او دا چې افغانستان سیمې، نړۍ او امریکا ته خطر پېښ نکړي، اوربند او د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر پیل خبرې وشي.
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، د افغانانو خپلمنځي خبرې به تر هغو پایله ورنکړي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش په ډاګه شوی نه وي.
سیاسي هڅاند وحید مژده وایي؛ تر هغې، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو ډاډ تر لاسه نشي؛ د خپلمنځي خبرو زمینه به هیڅکله هم رامنځته نشي
د زلمي خلیلزاد او طالب استازیو اووم پړاو خبرې د جون میاشتې په وروستیو کې تر سره کیږي او تمه ده، چې په دې پړاو کې آلمان هم د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره خپل رول څرګند کړي.