تازه خبرونه
TTP په افغانستان کې میشت ده او روزنیز کمپونه لري – د پاکستان لومړی وزیر
د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر انوارالحق کاکړ روانه اوونۍ ویلي وه، چې تحریک طالبان پاکستان (تي تي پي) په افغانستان کې میشت ده او ان په دغه هېواد کې روزنیز کمپونه هم لري.
په دې وروستیو کې پاکستانيو چارواکو پرلهپسې په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو له شتون یادونه کوي. د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر ویلي؛ په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو په څېر سخت دریځې ډلې د اندېښنې وړ دي.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر له تي آر تي ترکي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلې شته او دوی دغه موضوع له کابل سره شریکه کړې ده.
انوارالحق کاکړ ویلي: مونږ د افغانستان چارسمبالي حکومت پر ستونزو خبرې نهکوو؛ زمونږ اندېښنه دا ده، چې د افغانستان په خاوره کې د TTP په څېر ترهګرې ډلې شته او په دې موضوع مو له هغوی سره خبرې کړې دي. د افغانستان په خاوره کې د هغوی روزنیز کمپونه شته. دا زمونږ لپاره د اندېښنې وړ خبره ده او په دې برخه کې مونږ د افغانستان له سرپرست حکومت څخه شکایت نهکوو؛ خو مونږ غواړو له دغه هېواد سره د ښې تګلارې له لرلو سره دغه ستونزې اوارې کړو.
دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي دا هم ویلي، چې د واک د بیا ترلاسه کولو لپاره یې هیڅکله د اسلامي امارت ملاتړ نهدی کړی.
هغه وایي: پاکستان هیڅکله د طالبانو ملاتړ نهدی کړی، چې واک بېرته ترلاسه کړي، بلکې دا امریکا او د هغې متحدین ول، چې له طالبانو سره یې مرسته وکړه او متحده ایالات په دې برخه کې لوی رول لري.
اسلامي امارت په افغان خاوره کې د سخت دریځو وسلوالو ډلو شتوالی ردوي او هېوادونه ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره به یې پر ضد ونهکارول شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستانیو دغه اندېښنه او ادعا ردکړې او ویلي یې دي، چې هېوادونه یې باید د خپلو ستونزو له کبله د پړې ګوته افغانستان ته ونهنیسي.
انوارالحق ویلي، چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې د هېوادونو د لیست په سر کې دی او پهدې لار کې یې نوي زره کسان له لاسه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه والي خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیانمنونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بېرحمي روانه ساتلې ده.
هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
-
تازه خبرونه24 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
