تازه خبرونه

TTP په افغانستان کې میشت ده او روزنیز کمپونه لري – د پاکستان لومړی وزیر

Published

on

د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر انوارالحق کاکړ روانه اوونۍ ویلي وه، چې تحریک طالبان پاکستان (تي تي پي) په افغانستان کې میشت ده او ان په دغه هېواد کې روزنیز کمپونه هم لري.

په دې وروستیو کې پاکستانيو چارواکو پر‌له‌‌پسې په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو له شتون یادونه کوي. د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر ویلي؛ په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو په څېر سخت دریځې ډلې د اندېښنې وړ دي.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر له تي آر تي ترکي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلې شته او دوی دغه موضوع له کابل سره شریکه کړې ده.

انوارالحق کاکړ ویلي: مونږ د افغانستان چارسمبالي حکومت پر ستونزو خبرې نه‌کوو؛ زمونږ اندېښنه دا ده، چې د افغانستان په خاوره کې د TTP په څېر ترهګرې ډلې شته او په دې موضوع مو له هغوی سره خبرې کړې دي. د افغانستان په خاوره کې د هغوی روزنیز کمپونه شته. دا زمونږ لپاره د اندېښنې وړ خبره ده او په دې برخه کې مونږ د افغانستان له سرپرست حکومت څخه شکایت نه‌کوو؛ خو مونږ غواړو له دغه هېواد سره د ښې تګلارې له لرلو سره دغه ستونزې اوارې کړو.

دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي دا هم ویلي، چې د واک د بیا ترلاسه کولو لپاره یې هیڅکله د اسلامي امارت ملاتړ نه‌دی کړی.

هغه وایي: پاکستان هیڅکله د طالبانو ملاتړ نه‌دی کړی، چې واک بېرته ترلاسه کړي، بلکې دا امریکا او د هغې متحدین ول، چې له طالبانو سره یې مرسته وکړه او متحده ایالات په دې برخه کې لوی رول لري.

اسلامي امارت په افغان خاوره کې د سخت دریځو وسلوالو ډلو شتوالی ردوي او هېوادونه ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره به یې پر ضد ونه‌کارول شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستانیو دغه اندېښنه او ادعا ردکړې او ویلي یې دي، چې هېوادونه یې باید د خپلو ستونزو له کبله د پړې ګوته افغانستان ته ونه‌نیسي.

انوارالحق ویلي، چې  پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې د هېوادونو د لیست په سر کې دی او په‌دې لار کې یې نوي زره کسان له لاسه ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه والي خبرې کړې دي.​

Trending

Exit mobile version