Connect with us

تازه خبرونه

پر تاپي سترې اقتصادي پروژې کار باید چټک شي- خانجان الکوزی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، نږدې لس میاشتي وشوې، چې په افغانستان کې د تاپي پروژې د کار عملي چارې پیل شوي؛ خو تر دې دمه يي د کار د پرمختګ په اړه هیڅ  معلومات نشته.

د سوداګرۍ خوني مسوولین وايي؛ د ملي وحدت حکو مت په رامنځته کیدو تر یوه بریده د سترو سیمه ییزو اقتصادي پروژو کارونه پیل شول، چې په کې د تاپي، کاسازر او د ریل پټلیو پروګرامونه د یادونې دي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال زیاتوي؛ له لس میاشتو ډېره موده وشوه، چې د افغانستان په خاوره کې د تاپي د کار بهیر پیل شوی، خو اوس يې هم  برخه لیک څرګند ندی.

دوی له حکومته غوښتنه کوي، چې د دغو سترو اقتصادي پروژو د کارونو د چټکتیا لپاره خپلي هڅي کړندۍ کړي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي؛ دغه سترې سیمه ییزې اقتصادي پروژې، چې له افغانستان څخه جنوبي آسیا ته د غزیدو په حال کې دي باید کارونه يي چټک شي په ځانګړي توګه تاپي پروژه، چې بې برخه لیکه ښکاري.

د کانونو او پترولیم وزارت بیا وايي؛ په هېواد کې د تاپي پروژې د پلي کوونکي  شرکت له  کارونو څارنه روانه ده، چې په دې وروستیو کې د دغې پروژې په چارو کې ډېر پرمختګونه هم رامنځته شوي دي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند قدیر مطفی وایي، په هېواد کې مو له تاپي پلي کوونکي شرکت سره تازه  خبرې کړي او د پروژې د استملاک او انجنیرۍ په برخه کې ډېر پرمختګونه رامنځته شوي دي.

د کانونواو پترولیم وزارت مسوولین وايي، چې په پوره د قت افغان حکومت د لويو سیمه ییزو اقتصادي پروژو د پلي کولو لپاره پلان لري او همداراز په کارونو کې تر اوسه هیڅ ځنډ هم ندی راغلی او پرمختګونه هم لرو.

خبریال: اسلم حجاب

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمه‌ییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشه‌يي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.

ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوس‌مهال په سيمه کې د يوه سوله‌ييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.

د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.

اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرله‌پسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.

پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.

مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!