تازه خبرونه

پر ګرین ولیج کمپ موتر بم چادونې خلکو ته میلیونونه افغانۍ مالي زیان اړولی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

پر ګرین ولج کمپ موتر بم چادونې د سیمې ګڼ کورونه ړنګ کړي او خلکوته یې میلیونونه افغانۍ مالي زیان هم اړولی دی.

د چاودنې ساحې ته  د نږدې کورونو یو شمېر دیوالونه نړیدلي، د کړکیو ښیښې یې ماتې اوډېر مالي زیان وراوښتی دی.

د قابل بای سیمې  ډېرو اوسیدونکیو خپل کورونه پریښي، چې د چاودنې له ساحې سره نږدې ول.

د سیمې خلکو ویلي،  د چاودنې له کبله يي کورونه او دوکانونه پوره ویجاړ شوي دي.

د سیمې اوسیدونکي د مالي زیان تر څنګ ځاني زیان هم لیدلی؛ خو  تر دې دمه د تېرې شپې مالي زیانونه پوره په ډاګه شوي نه دي، چې څو ته رسیږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې د سیمي اوسیدونکیو ته د ملیونونه افغانۍ مالي زیان ترڅنګ ځاني زیانونه هم اوښتي او د سیمې اړوند د  تېلو یو پمپ هم بشپړ سوځیدلی دی.

د سوداګرۍ خونې ویاند جان ‌آغا نوید ویلي، چې مونږ ته  تر دې دمه  نده جوته شوې، چې څومره مالي زیان اوښتی؛ خو له څېړني وروسته به څرګنده شي، چې خلکو ته څومره مالي زیان اوښتی.

د قابل بای اوسیدونکي وايي؛ په دغه سیمه کې نږدې دوه زره کورنۍ ژوند کوي، چې د تېري شپې په چاودنه کې ټولې زیانمنې شوې دي.

د دې چاودنې مسوولیت وسلوالوطالبانو په غاړه اخیستي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version