تازه خبرونه
پر ګرین ولیج کمپ موتر بم چادونې خلکو ته میلیونونه افغانۍ مالي زیان اړولی
پر ګرین ولج کمپ موتر بم چادونې د سیمې ګڼ کورونه ړنګ کړي او خلکوته یې میلیونونه افغانۍ مالي زیان هم اړولی دی.
د چاودنې ساحې ته د نږدې کورونو یو شمېر دیوالونه نړیدلي، د کړکیو ښیښې یې ماتې اوډېر مالي زیان وراوښتی دی.
د قابل بای سیمې ډېرو اوسیدونکیو خپل کورونه پریښي، چې د چاودنې له ساحې سره نږدې ول.
د سیمې خلکو ویلي، د چاودنې له کبله يي کورونه او دوکانونه پوره ویجاړ شوي دي.
د سیمې اوسیدونکي د مالي زیان تر څنګ ځاني زیان هم لیدلی؛ خو تر دې دمه د تېرې شپې مالي زیانونه پوره په ډاګه شوي نه دي، چې څو ته رسیږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، چې د سیمي اوسیدونکیو ته د ملیونونه افغانۍ مالي زیان ترڅنګ ځاني زیانونه هم اوښتي او د سیمې اړوند د تېلو یو پمپ هم بشپړ سوځیدلی دی.
د سوداګرۍ خونې ویاند جان آغا نوید ویلي، چې مونږ ته تر دې دمه نده جوته شوې، چې څومره مالي زیان اوښتی؛ خو له څېړني وروسته به څرګنده شي، چې خلکو ته څومره مالي زیان اوښتی.
د قابل بای اوسیدونکي وايي؛ په دغه سیمه کې نږدې دوه زره کورنۍ ژوند کوي، چې د تېري شپې په چاودنه کې ټولې زیانمنې شوې دي.
د دې چاودنې مسوولیت وسلوالوطالبانو په غاړه اخیستي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
کورنیو چارو وزیر او د چین سفیر پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییز ثبات خبرې وکړې
د کورنیو چارو وزارت د یوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې دواړو خواوو د کابل او بیجینګ ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او پراخولو پر لارو چارو بحث وکړ او په دې خبرو کې د سیمهییزو ننګونو د حل په برخه کې د چین هڅې او رول وستایل شو.
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژاو ژینګ سره ولیدل او دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو مسلو په اړه خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت د یوې رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې دواړو خواوو د کابل او بیجینګ ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او پراخولو پر لارو چارو بحث وکړ او په دې خبرو کې د سیمهییزو ننګونو د حل په برخه کې د چین هڅې او رول وستایل شو.
په غونډه کې ټینګار شوی، چې افغانستان په ټوله سیمه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره ژمن دی. په داسې حال کې، چې د مهمو مسلو حل او د خپلو خلکو هوساینې ته لومړیتوب ورکوي.
تازه خبرونه
د کابل–ریاض ټیلیفوني خبرې؛ د افغانستان او سعودي عربستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو
په دې ټیلیفوني اړیکه کې امیرخان متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه وبلله او په سیمه کې یې د ثبات د ټینګښت لپاره د ریاض له هڅو مننه وکړه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د سعودي میشتو افغانانو د ستونزو پر حل او د سیمې پر مهمو مسایلو ټینګار وشو.
په دې ټیلیفوني اړیکه کې امیرخان متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه وبلله او په سیمه کې یې د ثبات د ټینګښت لپاره د ریاض له هڅو مننه وکړه.
هغه همدارنګه د سعودي مېشتو افغانانو لپاره د آسانتیاوو برابرولو؛ په ځانګړي توګه د خدماتو د وړاندې کولو او د معلوماتو د لېږد په اړه مننه وکړه او په ډیپلوماټیکو استازولیو کې یې د بشري ظرفیتونو د پیاوړتیا پر ارزښت ټینګار وکړ.
دغه راز د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د استازولیو له ظرفیت لوړولو یې هرکلی وکړ.
دواړو لوریو همدارنګه سیمهییز ثبات د ټولو هېوادونو لپاره اړین وباله او د ستونزو د حل لپاره یې پر خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ.
په پای کې دواړو خواوو د اړیکو د دوام او په مناسب وخت کې یې د مخامخ لیدنې هوکړه وکړه.
تازه خبرونه
په کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
د سرچینې د څرګندونو له مخې: د دغه برید په غبرګون کې افغان امنیتې ځواکونو ځوابي برید وکړ؛ ٦ پاکستاني سرتېري یې وژلي او یو بل پوځي یې ټپي کړی دی.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
-
تازه خبرونه4 days agoفرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه تخار کې ولسي غونډه؛ پر ملي یووالي ټینګار او د نظام ملاتړ
-
تازه خبرونه4 days agoولس د استخباراتي کړیو د توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او متحد دی -نوراللهنوري
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
تحول5 days agoتحول: د ایران او امریکا تر منځ د اوربند غځېدا
-
لوبی1 day agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
څار5 days agoڅار: په پاکستان کې د افغان کډولو د خپلسرو نیولو زیاتوالی
