تازه خبرونه

پر ملکي سیمو دې پوځي عملیات ودریږي- د میدان وردګ اوسیدونکي

Published

on

(Last Updated On: )

د میدان وردګو ولایت یو شمېر اوسیدونکي خبرداری ورکوي که په ملکي سیمو کې پوځي عملیات ونه دریږي، له حکومت سره به پرېکون وکړي.

د میدان وردګو ولایت اوسیدونکي وایي، په روانو جګړو کې ملکي تلفاتو ډېرې کورنۍ ځاني او مالي زیانمنې کړې دي. د دولتي ځواکونو شپني او هوایي عملیاتو ناورین رامنځته کړی، چې په اړه یې ولسمشرۍ ماڼۍ او ملي امنیت شورا ته یو لړ اسناد هم سپارل شوي؛ خو ملکي تلفات نه یوازې کم شوي ندي، بلکې ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو دي.

د دوي د څرګندونو له مخې؛ د افغان ځواکونو هوایي بریدونه او شپني عملیات هره ورځ له ملکیانو قرباني اخلي او که یې مخه ونه نیول شي؛ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به هم ګډون ونکړي.

د جګړو قربانیانو له طالبانو هم غوښتي، چې په کلیوالي سیمو کې جګړه ودروي.

دوی له طالبانو غواړي، چې د دوی له کلیو خپل سنګرونه وباسي؛ ځکه، چې په جګړه کې ملکیان قرباني نشي.

دوی خبرداری ورکوي، چې که د ملکیانو د تلفاتو مخنیوی ونشي، له حکومت سره پرېکون کوي او په راروانو ټاکنو کې به هم ګډون ونه کړي.

ملي دفاع وزارت وایي، د ملکي تلفاتو مخنیوی د دولت لومړیتوب دی او ملکیانو ته د زیان رسیدو د مخنیوي لپاره ځینې پوځي عملیات ودریږي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وایي، دولتي ځواکونه هڅه کوي، چې د ملکیانو تلفات یو مخ له منځه یووسي.

ډېرې داسې بېلګې شته، چې په هوایي او شپنیو بریدونو کې عام وګړي ځاني او مالي زیانمن شوي دي.

Trending

Exit mobile version