Connect with us

تازه خبرونه

یو طالب پلاوی له قومندانانو سره د سلا مشورو لپاره هلمند ته تللی- شینواری

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی له خپلو پوځي قومندانانو سره د اوربند په اړه د سلا مشورو لپاره هلمند ته تللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له امریکا سره د سولې تړون له لاسلیک سره سم لنډ مهالي اوربند ته چمتووالی ښودلی دی.

د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواري ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی له خپلو پوځي قومندانانو سره د سلا مشورو لپاره هلمند ته تللی دی او له دې مخکې یې ایران ته سفر کړې و.  

سرچینې دا هم ویلي، چې ډېر ژر به طالبان د اوربند او تاوتریخوالي د کمولو په اړه خپل دریځ له امریکايي لوري سره شریک کړي.

دغه راز ویل کیږي؛ د امریکا او طالبانو په سلا مشوره قطرد نړۍ پېنځه ویشت هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته لیکونه استولي، چې د ۲۰۲۰ میلادي کال له مراسمو وروسته د سولې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.

د ولسي جرګې غړی عبدالقیوم سجادي ویلي: تر هغې، چې د اوربند لپاره شین څراغ ښکاره نشي؛ د سولې خبرې به پخپل صفري حال کې وي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال  امید میثم  ویلي؛ د تاوتریخوالي د کمولو او اوربند ته د چمتووالي ښودل د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو ښه زیری دی.

په قطر کې د طالبانو او امریکا له وروستیو خبرو څخه دوه اوونۍ تېریږي، چې په کې امریکايي پلاوي له طالبانوغوښتي وه، چې د سولې له تړون مخکې باید اوربند ته غاړه کیدي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یو سمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ طالبانو له خپلو مشرانو سره سلا کړې، چې د سولې تړون له لاسلیک پرته به هیڅ راز اوربند شونی نه وي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!