تازه خبرونه

قطر او آلمان راروانه اوونۍ( د بین الاافغاني ناستې) کوربتوب کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، آلمان او قطر د افغانانو خپلمځي خبرو کوربتوب ته چمتووالی څرګند کړی.

د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې راتلونکې اوونۍ د سولې خپلمنځي خبرې پيلېږي.  

ښاغلي خلیلزاد په خپل تویت کې په ډاګه کړې، چې دا خبرې د سولې د څلور اړخیزو خبرو یوه مهمه برخه ده.

نوموړي د دغو خبرو د کوربتوب لپاره له آلمان او قطر څخه مننه کړې او ویلي يې دي، چې دا خبرې د جولای میاشتې پر اوومه او اتمه نېټه ترسره کېږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: له المان او قطر مننه کوو، چې د جولای له اوومې تر اتمې د افغانانو د خپلمنځي ناستې کوربتوب ته یې چمتووالی نیولی. دا خبرې اترې د څلور برخو یوه مهمه برخه ده او د سولې په بهیر کې یو ستر پرمختګ دی. یو بل منل، له جبر پرته د سیاسي اختلافونو د حل لپاره اجماع او هوکړې ته هڅه هغه څه دي، چې باید د تېرو څلور لسیزو له تراژیدۍ زده شي. د ګډونوالو د بریالیتوب په هیله.

ښاغلی خلیلزاد زیاتوي، دا ناسته د افغانستان سولې په بهیر کې لوی پرمختګ دی او په کې د ځینو حکومتي څېرو  د احتمالي حضور امکان هم شته خو ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د دوحې په خپلمنځي ناسته کې هر نظر شخصي دی.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي د افغانانو د خپلمنځي خبرو ملاتړی دی؛ خو وایي، چې د حکومت په استازیتوب دې کیدونکې ناسته کې څوک ګډون نکوي او که کوم حکومتي چارواکی هم وي، له شخصي آدرسه به وي.

طالبانو په دې وروستیو کې ویلي، چې له افغان حکومت سره خبرې نکوي؛ خو د طالبانو په واکمني کې د امر باالمعروف وزیر مولوي قلم الدین وایي، چې د روانې جګړې د پای حل لار د حکومتي چارواکو او طالبانو مخامخ خبرې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټینګار کړی، چې د افغانستان د سولې په تړاو یو ښه فرصت را منځته شوی او د سولې هوکړې ته لاسرسی د افغانانو په مخامخ خبرو کې رامنځته کیدی شي.

Trending

Exit mobile version