Connect with us

تازه خبرونه

ناتو د افغان ځواکونو د تجهیز او مالي ملاتړ ډاډ څرګند کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان ملاتړي هېوادونه د ترهګرو د ځالو او پټنځیو د له منځه وړلو لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار کوي او وایي، چې د پیسو پر ورکړې سربېره به افغان ځواکونو ته د داعش پر وړاندې جنګیدو لپاره تجهیزات هم برابر وي.

په بروکسل کې د ناتو عمومي منشي د دفاع وزیرانو د دوه یمې ورځې په ناسته کې، چې د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت ته ځانګړې شوې وه؛ څرګنده کړې، چې مونږ باید د داعش پر وړاندې په مبارزه کې خپلې لاسته راوړنې خوندي کړو.

هغه زیاته کړې؛ مونږ د روزنې او تمویل په برخه کې هم د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ روان ساتو؛ ځکه، چې افغان ځواکونه کولی شي له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او د سولې لپاره شرایط رامنځته کړي.

ښاغلي ینس ستولتنبرګ د تېرې میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه ویلي، چې افغان ځواکونو د ټاکنو د امنیت په برابرولو کې کلیدي رول لوبولی دی.

دغه راز هغه له ټاکنیزو ډلو هم غوښتنه کړې، چې له زغمه کار واخلي؛ ځکه، چې ټاکنو کمیسیون د پایلو د روښانه کولو لپاره بشپړ کار روان ساتلی دی.

دغه راز ناتو د سولې خبرو له بیا  پیلولو ملاتړ کړی او د ناتو مشر وایي، چې طالبان باید رښتیني روغې جوړې ته لیوالتیا وښیي.

د نوموړي په اند؛ متحدین بېلابېل نظرونه لري؛ مونږ ژمن یو، چې باید په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی رامینځته کړو.

ینس ستولتنبرګ له افغانستان سره د مخابراتي، ترانسپورتي او عامه خدمتونو د اغېزو په اړه د مرستو او همکاریو ډاډ څرګند کړ.

 د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه ډېره مهمه ده او همدا علت دی، چې زمونږ د مرستو ډېره برخه له فساد سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې او مونږ باید ډاډه شو، چې مرستې بې ځایه نه او رڼې لګول کیږي.

نوموړی د سوریې د شمال او افغانستان وضعیت نه پرتله کوي او څرګندوي، چې هڅې مو په کې توپیر لري؛ مونږ په افغانستان کې حضور لرو او هوکړه مو کړې، چې له امریکا او ناتو سره په دغه هېواد کې خپل ماموریت ته ژمن پاتې شو.

د امریکا دفاع وزیر مارک سپر، چې د بروکسل له غونډې څو ورځې مخکې له افغان چارواکو او په افغانستان کې له میشتو ځواکونو سره لیدلي؛ د ناتو د دفاع وزیرانو په غونډه کې هم څرګنده کړې، چې موخه یې په افغانستان کې د ځواک ساتل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هم د ناتو د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې له خپل ایتالوي سیال سره لیدلي او د افغان ځواکونو د وړتیاوو لپاره یې د ایتالیا ملاتړ اړین ګڼلی دی.

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!