تازه خبرونه
کابل د نړۍ له ککړو پلازمینو څخه یوه پلازمېنه ده
په ژمي کې د دې ښار ککړه هوا د خلکو ژوند تنګوي؛ د زړو موټرو تر څنګ د ډبرو سکاره، د کثافات او پلاستیکي کڅوړو سوځول هم د تودولو لپاره کارول کیږي.
افغان بیسیم مخابراتي شرکت د دې لپاره، چې خلک په تنفسي ناروغیو اخته نشي، دېرش زره ماکسونه پر خلکو ووېشل.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د مرکزي زون مسوول محمد سلیمان خرم ویلي، د ککړې هوا د تنفس د مخنیوي لپاره په ټولو په ښارونو کې ماکسونه وېشي.
نوموړي زیاته کړې، ۳۰ زره ماکسونه یې خلکو ته وېشلي او په راتلوونکیو میاشتو کې به یو میلیون نور ماکسونه هم ووېشل شي.
ککړه هوا د روغتیاپالانو په خبره له جګړو هم وژونکې ده.
عامې روغتیا وزارت ویلي، د ککړې هوا له کبله تر اوسه څه باندې اته زره کسان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي او اوولس نورو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کابل ښار ځینې اوسیدونکي وایي، ککړه هوا له جګړې بده پایله لري او د خلکو ژوند اخلي.
د ککړې هوا د مخنیوي لپاره په وروستیو کې د کابل ښار ځینو حمامونو، لوړپوړیزو ودانیو، کارخونو او شرکتونو، چې له بې کیفیته سون توکو ګټه پورته کړې، نغدي جریمه شوي دي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره پولې ته نږدې د تاجکستان دوه سرتېري ووژل شول
د تاجکستان ملي امنیت کمیټه زیاتوي؛ په نښته کې درې وسلوال او د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.
تازه خبرونه
ملا برادر په هرات ولایت کې د المونیمي ډبیو د تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده
د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن پنجشنبه( د مرغومي څلورمه ) د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د المونیمي ډبیو د یوه تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.
د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.
ویل کیږي، چې دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.
تازه خبرونه
د امریکا پر ملي ګارډ شکمن ډزې کوونکي ته ممکن د مرګ سزا ورکړ شي
فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمانالله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.
امریکايي سرچینو ویلي: هغه افغان، چې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور نیول شوی؛ اوس له داسې نویو تورونو سره مخ دی، چې ورته د مرګ سزا هم غوښتل کېدی شي.
فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمانالله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.
د ملي ګارد یوه غړې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم د نومبر د شپږویشتمې په برید کې ووژل شوه او انډریو وولف سخت ټپي شوی دی.
امریکایي څارنوال جینین پیرو ویلي؛ د لکنوال د دوسیې لېږد به له سترې محکمې څخه فډرالي محکمې ته د بیاکتنې او ارزونې داسې اجازه ورکړي، چې ووایي: آیا نوموړي ته د مجازاتو که د مرګ سزا ورکړ شي.
لکنوال د واشنګټن ډي سي د قانون له مخې د وسلې د لېږدولو، د لومړۍ درجې وژنې، د وژنې پر نیت برید او د وسلو د غلا پر څو جرمونو تورن دی.
د افبيای په یوه څرګندونه کې راغلي: هغه تومانچه، چې په ډزو کې کارول شوی؛ د ۲۰۲۳ کال په می کې د سیاټل ښار له یوه کور څخه غلا او بیا وروسته په واشنګټن ایالت کې لکڼوال ته ورکړ شوې او هغه هلته اضافي مهمات هم پېرودلي وه.
-
تازه خبرونه4 days agoد ترکیې استخباراتو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو غړی نیولی
-
تازه خبرونه4 days agoد ټول عمر لپاره د عاصم منیر بښل د اسلام خلاف عمل دی
-
تازه خبرونه5 days agoکابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
-
تازه خبرونه4 days agoپر کابل برید د هیڅ پلمې له مخې د منلو وړ ندی
-
لوبی5 days agoد افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoخلک دې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره پاڅون وکړي
-
تازه خبرونه3 days agoله افغانستان څخه د امریکا وتل ښکاره ماته ده – د بایډن زوی
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان پر جوماتونو او مدرسو نه د ترهګرو پر وړاندې عملیات کوي – خواجه آصف

