Connect with us

تازه خبرونه

د خپلمنځي اختلافونو حل او د جګړې پای هېواد ثبات او سولې ته رسوي- سراج الدین حقاني

خپور شوی

د

طالب مرستیال سراج الدین حقاني ویلي؛ په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسیدو او خپلمنځي اختلافونو حل کولو سره کولی شو، چې هېواد سولې، ثبات او خپلواکۍ ته ورسوو.

د حقاني شبکې مشر او د  طالب مرستیال سراج الدین حقاني نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په لومړنۍ مقاله کې تر دې سرلیک لاندې، چې د افغانستان جګړه باید پای ته ورسیږي ویلي، په افغانستان کې خپلمنځي اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کیدای شي او په دې سره به نوی افغانستان یوه باثباته سیمه وي، چې په کې هیڅوک د ګواښ احساس ونکړي.

د سراج الدین حقاني د دغې لیکنې په یوه برخه کې راغلي: مونږ په تېرو کې د بهرنیانو له لاسوهنو رنځ وړی دی؛ مونږ ټولې کړنې، ځکه له نورو افغانانو سره په همکارۍ کې تر سره کوو، چې نوی افغانستان په ثبات کې ووینو او هیڅوک زمونږ په خاوره کې د ګواښ احساس ونکړي.

حقاني په ډاګه کړې، چې افغانستان کولی شي د  همکارو هېوادونو په مرسته سولې او د اوږدمهال لپاره بیارغاونې ته زمینه برابره کړي او د نړیوالې ټولنې یو مسوول غړی وي.

طالب مرستیال حقاني ځان په افغانستان کې تلپاتې سولې ته ژمن ګڼي او وایي؛ له امریکا سره د سولې هوکړه لیک له لاسلیکیدو سره طالبان ژمن دي، چې د هوکړه لیک ټولې مادې پلې کړي.

سراج الدین حقاني څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د یوه ټول منلي حکومت له جوړیدو وروسته به دا هېواد په نړیواله ټولنه کې نه یوازې یو فعال غړی وي، بلکې ښکاره دریځ به هم ولري.  

نوموړي دا ټینګار هم کړی، چې مونږ له ټولو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو ساتلو ارزښت منو او د دوی اندېښنې په پام کې نیسو؛ ځکه افغانستان نشي کولی په انزوا کې ژوند وکړي. نوی افغانستان به د نړیوالې ټولنې مسوول غړی وي. مونږ تر هغې، چې هغوی له اسلامي اصولو سره برابر وي، ټولو نړیوالو کنوانسیونونوته به ژمن پاتې وو او مونږ تمه لرو، چې نور هېوادونه هم زمونږ حاکمیت او ټیکاو ته درناوی وکړي او د سیالیو او جګړو پر ځای همکاریو ته زمینه برابره کړي.

سراج الدین حقاني باور لري، چې ژر به افغانان  را ټول او د نوي افغانستان د جوړیدو پر لوري حرکت وکړي.

تازه خبرونه

کابلوف او متقي په کابل کې د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او په دې برخه کې له شته فرصتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو او په دې برخه کې له شته فرصتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

امیرخان متقي د روسیې له فډرالي جمهوریت سره د اړیکو پراختیا مهمه بللې او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید د متقابلو ګټو پر بنسټ له اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو ښه ګټه پورته کړي.

دغه راز ضمیر کابلوف په افغانستان کې وروستي پرمختګونه او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت هڅې ستایلې دي. نوموړي د دې مبارزې په اړه د ځینو نړیوالو ادارو راپورونه هم له واقعیتونو سره سم نه‌دي بللي.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او دوامداره مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې خپلې هڅې د افغانستان او ټولې سیمې لپاره مهمې ګڼي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکايي چارواکو په افغانستان کې د واشنګټن پر ۲۰ کلنې ناکامۍ نیوکه وکړه

 د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګست د دې هېواد پر پوځي پوهنتونونو نیوکه کړې او څرګندوي؛ څنګه کېدی شي یو بنسټ د پوځي سټراټیژیو د زده‌کړې ادعا وکړي، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وتل هر اړخیز او څرګند ونه څېړي.

Published

on

د امریکا د جنګ وزیر د ۲۰ کلن پوځي حضور پر ناکامیو په داسې حال کې نیوکه کړې، چې امریکا افغانستان ته د سفر په اړه تر ټولو د لوړې کچې خبرداری ورکړی او خپل وګړي یې دې هېواد ته له سفر کولو منع کړي دي.

 د امریکا د جنګ وزیر پیټ هګست د دې هېواد پر پوځي پوهنتونونو نیوکه کړې او څرګندوي؛ څنګه کېدی شي یو بنسټ د پوځي سټراټیژیو د زده‌کړې ادعا وکړي، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وتل هر اړخیز او څرګند ونه څېړي.

هګست د کابل هوايي ډګر د آبي دروازې برید ته هم نغوته کړې، چې په کې ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

هغه دغه پېښه د عملیاتي، سټراټیژیکو او سیاسي ناکامیو پایله بللې او وایي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ناسمو وتلو د امریکا نړیوال اعتبار ته لوی زیان ورساوه.

دغه راز د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش پخواني مشر، جان ساپکو، هم د واشنګټن پر کړنو نیوکه کړې او څرګندوي، چې امریکا په افغانستان کې د خپل دوه‌لسیز پوځي حضور پر مهال د خپلو موخو او فعالیتونو روښانه درک نه‌درلود او څو ځله یې د خپل پوځي حضور لاملونه بدل کړل.

ساپکو زیاته کړې، چې د میلیارډونو ډالرو له لګولو سره- سره د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان حکومت چټک ړنګ شو.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور له پای ته رسېدا څو کاله تېر شوي؛ خو واشنګټن اوس هم اسلامي امارت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی.

اسلامي امارت څو ځله له امریکا غوښتي، چې د جګړې د وخت سیاستونه پرېږدي او د مقابلې پر ځای له افغانستان سره د تعامل او همکارۍ لاره خپله کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

روسیې له کابل سره د نږدې همکارۍ غوښتنه وکړه؛ شویګو په سیمه کې د نشه‌يي توکو له نویو ګواښونو خبرداری ورکړ

د روسیې رسنیو د راپورونو له مخې؛ شویګو دغه څرګندونې د خپلواکو هېوادونو د ګډوګټو ټولنې د غړیو هېوادونو د امنیت شوراګانو د منشیانو په غونډه کې کړې دي.

Published

on

 

د روسیې د امنیت شورا سرمنشي سرګي شویګو د افغانستان او منځنۍ آسیا د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی او په سیمه کې یې د نشه‌يي توکو له نویو ګواښونو خبرداری ورکړی دی.

د روسیې رسنیو د راپورونو له مخې؛ شویګو دغه څرګندونې د خپلواکو هېوادونو د ګډوګټو ټولنې د غړیو هېوادونو د امنیت شوراګانو د منشیانو په غونډه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د منځنۍ آسیا وضعیت په مستقیم ډول د افغانستان پر ثبات اغېز کوي او له افغانستان سره په امنیتي، اقتصادي او سیمه‌ییزو پرمختیايي برخو کې همکاري ګډ مسوولیت دی.

شویګو د مصنوعي نشه‌يي توکو د پراختیا په اړه هم خبرداری ورکړی څرګندوي، چې د نشه‌يي توکو د لېږد نوې لارې، لکه له مخامخ سپارلو پرته لېږد او د ډیجیټلي پیسو له لارې تادیات په سیمه کې پر نویو ګواښونو بدلې شوې دي.

هغه زیاته کړې؛ د نشه‌يي توکو قاچاق یا د تریاکو لېږد، چې پخوا له افغانستان څخه د خپلواکو هېوادونو د ګډوګټو ټولنې غړیو هېوادونو ته کېده؛ د غونډې له مهمو موضوعاتو څخه ول.

د روسیې د امنیت شورا سرمنشي د نشه‌يي توکو له نویو ګواښونو سره د مبارزې او د امنیتي همغږۍ د پیاوړتیا لپاره د سیمې د هېوادونو پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!