تازه خبرونه

کابل د نړۍ له ککړو پلازمینو څخه یوه پلازمېنه ده

Published

on

(Last Updated On: کب ۳, ۱۳۹۸)

په ژمي کې د دې ښار ککړه هوا د خلکو ژوند تنګوي؛ د زړو موټرو تر څنګ د ډبرو سکاره، د کثافات او پلاستیکي کڅوړو سوځول هم د تودولو لپاره کارول کیږي.

افغان بیسیم مخابراتي شرکت د دې لپاره، چې خلک په تنفسي ناروغیو اخته نشي، دېرش زره ماکسونه پر خلکو ووېشل.

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د مرکزي زون مسوول محمد سلیمان خرم ویلي، د ککړې هوا د تنفس د مخنیوي لپاره په ټولو په ښارونو کې ماکسونه وېشي.

نوموړي زیاته کړې، ۳۰ زره ماکسونه یې خلکو ته وېشلي او په راتلوونکیو میاشتو کې به یو میلیون نور ماکسونه هم ووېشل شي.

ککړه هوا د روغتیاپالانو په خبره له جګړو هم وژونکې ده.

عامې روغتیا وزارت ویلي، د ککړې هوا له کبله تر اوسه څه باندې اته زره  کسان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي او اوولس نورو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کابل ښار ځینې اوسیدونکي وایي،  ککړه هوا له جګړې بده پایله لري او د خلکو ژوند اخلي.

د ککړې هوا د مخنیوي لپاره په وروستیو کې د کابل ښار ځینو حمامونو، لوړپوړیزو ودانیو، کارخونو او شرکتونو،  چې له بې کیفیته سون توکو ګټه پورته کړې، نغدي جریمه شوي دي.

Trending

Exit mobile version