Connect with us

تازه خبرونه

کابل ته د طالب بندیانو راغلی پلاوي بې پایلې بېرته ستون شو

خپور شوی

د

د طالبانو مرکچي پلاوی، چې د بندیانو د خلاصون په اړه د خبرو لپاره کابل ته راغلی و؛ بېرته تللی او دې خبرو هم پایله نده ورکړې.

یوه اوونۍ مخکې د طالبانو درې کسیز پلاوي په کابل کې له افغان حکومت سره د بندیانو د خلاصون په اړه څو ځلې خبرو کیناستل او د بندیانو خلاصون لپاره ژمنې وشوې؛ خو حکومت او طالبان د بندیانو د خلاصون پر ستونزې ګډې هوکړې ته ونه رسیدل. د دواړو لوریو بندون ان تر دې راورسید، چې د طالبانو تخنیکي ډله تش لاس او له کومې پایلې پرته له کابل ووتله.

 د دولت د مرکچي پلاوي یوه غړي فاروق مجروح آریانا نیوز ته ویلي، دا پلاوی له حکومت سره د بندیانو د آزادیدو په اړه هوکړې ته ونه رسید.

د هغه په خبره، طالبانو د څو جګپوړیو قومندانانو خلاصون غوښته؛ خو دولت د ځینو هغو بندیانو له خلاصون سره هوکړه درلوده، چې ډېر ګواښوونکي هم نه وي.

په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، له افغان حکومت سره یې د تخنیکي ډلې خبرې درېدلي او د بندیانو د خلاصون بهیر په بېلابېلو پلمو تر اوسه ځنډېدلی دی.

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، اوس  طالبان ناراحته ښکاري؛ ځکه دوی تمه درلوده، چې له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې به پېنځه زره بندیان له کوم قید او شرط پرته آزاد شي او ان له همدې کبله یې کابل ته پلاوی هم را ولیږه.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند تېره شپه ناوخته څرګنده کړه، چې:  په بېلابېلو پلمو تر اوسه د بندیانو خلاصون ځنډیدلی. له همدې کبله زمونږ تخنیکي پلاوی له سې شنبې څخه له بېلابېلو اړخونو سره په بې پایلو ناستو کې ګډون نکوي.

د طالبانو د مهال لوی څارنوال جلال الدین شینواري ویلي؛ طالبانو غوښتل، چې په لومړي سر کې یې پېنځلس ستر او مهم قومندانان آزاد شي؛ خو دولت ویل، چې نه لومړي څلور سوه بندیان آزادوي، چې عمرونه یې پاخه دي. د چا حق پرې نشته او د بند موده یې کمه پاتې ده.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، نشي کولی د طالبانو هره غوښتنه او سپارښتنه ومني.

 د بندیانو د خلاصون ستونزه د افغانانو له خپلمنځي خبرو سره تړلې. ان تر دې، چې د سیاسي پوهاوي او شخړې د پای مساله یې ګونګه کړې ده.

امریکا په ځلونو د کابل او طالبانو تر منځ د بندیانو د خلاصون پر ستونزې د هوکړې د پلې کیدوغوښتنه کړې، چې له طالبانو سره د سیاسي هوکړې یو مهم بند عملي کړي او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لار اواره کړي.

تازه خبرونه

له ایران څخه د افغانانو جبري ستنېدا؛ ښځې او ماشومان له ګواښونو سره مخ دي

د اګست پر لسمه د دې بنسټ په خپور شوي راپور کې راغلي؛ ایستل شوي ماشومان ښایي له کورنۍ څخه د بېلېدا، له زده‌کړو څخه د پاتې کېدا، د هویتي اسنادو د نشتوالي، له ناوړه ګټې اخیستنې او په ناامنو شرایطو کې د ژوند له ستونزو سره مخ شي.

Published

on

د بشري حقونو«هانا» بنسټ خبرداری ورکړی، چې له ایران څخه د بې‌اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ، ښځې او ماشومان له ستنېدو وروسته په افغانستان کې د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ کوي.

د اګست پر لسمه د دې بنسټ په خپور شوي راپور کې راغلي؛ ایستل شوي ماشومان ښایي له کورنۍ څخه د بېلېدا، له زده‌کړو څخه د پاتې کېدا، د هویتي اسنادو د نشتوالي، له ناوړه ګټې اخیستنې او په ناامنو شرایطو کې د ژوند له ستونزو سره مخ شي.

د یاد بنسټ د خبرپاڼې له مخې، ښځې او نجونې هم د زده‌کړو، کار او تګ راتګ د محدودیتونو او د کافي ملاتړیزو شبکو د نشتوالي له کبله له زیاتې زیان‌من‌کېدا سره مخ دي.

«هانا» ټینګار کړی، چې یوازې افغانان«بې‌اسناده» ګڼل باید د هغوی د ساتنې د اړتیاوو د ځانګړې ارزونې ځای ونه‌نیسي او له ستنولو مخکې باید قانوني تضمینونه او بشري مرستې برابرې شي.

د ایران کورنیو چارو وزارت د اګست پر نهمه ویلي، د ۱۴۰۴لمریز لېږدیز کال له پیل راپدېخوا شاوخوا دوه میلیون بې‌اسناده یا ناثبت شوي افغانان له دغه هېواده ایستل شوي او د ایستلو لړۍ یې اوس هم روانه ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۶ز.کال د جولای تر یوولسمې پورې شاوخوا ۳۱۵زره او ۸۰۰ افغانان له ایران څخه ایستل شوي، چې تر دې دمه له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو د ثبت شویو له ۸۳ سلنې څخه ډېره برخه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دې مخکې له هېوادونو غوښتي؛ په هغو برخو کې، چې خلک له خوندیتوب ګواښونو سره مخ وي، له جبري ستنولو یې ډډه وکړي. دې ادارې ښځې او نجونې د تر ټولو زیان‌منونکو څخه بللې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د محمود شاه حبیبي د نیول کېدو ادعا رد کړه

ذبیح‌الله مجاهد ویلي:« مونږ د محمود شاه حبیبي په اړه هېڅ معلومات نه‌لرو. هغه د افغانستان اسلامي امارت له‌خوا نیول شوی نه‌دی. که له مونږ سره وای، دا ستونزه به له وړاندې حل شوې وای.»

Published

on

د اسلامي امارت ویاند د افغان ـ امریکايي سوداګر محمود شاه حبیبي د نیول کېدا ادعا رد کړې ده؛ نوموړی د امریکا د څرګندونو له مخې، څلور کاله مخکې په کابل کې نادرکه شوی دی.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي:« مونږ د محمود شاه حبیبي په اړه هېڅ معلومات نه‌لرو. هغه د افغانستان اسلامي امارت له‌خوا نیول شوی نه‌دی. که له مونږ سره وای، دا ستونزه به له وړاندې حل شوې وای.»

د نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ له هغې وروسته شوي؛ د امریکا فډرالي څېړنو ادارې د حبیبي د ورکېدا د څلورمې کلیزې پر مناسبت یو ځل بیا له خلکو وغوښتل، چې د هغه د ځای په اړه معلومات ورکړي.

د امریکا فډرالي څېړنو ادارې د معلوماتو له مخې؛ حبیبي د ۲۰۲۲ز.کال د اګست پر لسمه په کابل کې خپل کور ته نږدې نادرکه شو. هغه مهال یې په کابل کې د «آسیا مشورتي ګروپ» په مخابراتي شرکت کې سلاکار و او له دې مخکې یې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشري هم کړې وه.

د امریکا اړوند ادارې ادعا کړې، چې حبیبي د امارت اسلامي د استخباراتو عمومي ریاست له‌خوا نیول شوی دی.

یادې ادارې د هغه د ورکېدا په اړه خپلې څېړنې روانې ساتلې او په ۲۰۲۵ز.کال کې یې د حبیبي عکس د ورک کس په توګه خپور کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د هغه د معلوماتو لپاره پېنځه میلیون امریکايي ډالر جایزه ټاکلې، چې د موندلو، بېرته ترلاسه کولو او امریکا ته د ستنولو لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د غصب شویو ځمکو تړل له قوم، مذهب او ژبې سره منطقي نه‌دي – د عدلیې وزیر

عبدالحکیم شرعي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون مشري هم کوي په کابل کې د خیریه بنسټونو له مسوولانو او بنسټ‌اېښودونکو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي: کله، چې ځانګړې محکمه د یوې ځمکې د امارتي کېدو په اړه پرېکړه وکړي؛ د ځمکو د غصب مخنیوي کميسیون اړ دی، چې پرېکړه عملي کړي.

Published

on

د عدلیې وزیر ويلي؛ د امارتي غصب شویو ځمکو په اړه د ځانګړې محکمې د پرېکړو پلي کول د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون شرعي او قانوني مکلفیت دی؛ له قوم او مذهب سره یې تړل منطقي نه‌دي.

عبدالحکیم شرعي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون مشري هم کوي په کابل کې د خیریه بنسټونو له مسوولانو او بنسټ‌اېښودونکو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي: کله، چې ځانګړې محکمه د یوې ځمکې د امارتي کېدو په اړه پرېکړه وکړي؛ د ځمکو د غصب مخنیوي کميسیون اړ دی، چې پرېکړه عملي کړي.

هغه زیاته کړې، د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړلو ځانګړې محکمې پرېکړې د اسنادو، شواهدو او قوانینو پر بنسټ کېږي او دغه اصول باید پر ټولو یوه شان پلې شي.

د عدلیې وزیر ټینګار کړی، له غاصبانو او نامشروع نیوونکو څخه د غصب شویو ځمکو تثبیت او بېرته ترلاسه کول یوه حقوقي موضوع ده او له قوم، مذهب او ژبې سره یې تړل منطقي نه‌دي.

عبدالحکیم شرعي د غونډې په بله برخه کې له خیریه بنسټونو وغوښتل، چې د ټولګډونه هېوادنۍ ټولنې د جوړولو لپاره مټې رابډوهي او په بنسټیزو او بېخبنايي برخو کې هم فعالیت وکړي.

هغه له خیریه بنسټونو څخه وغوښتل، چې د مرستو د وېش پر مهال له اړمنو کسانو څخه د عکس او ویډیو له اخیستلو ډډه وکړي؛ ځکه پر وینا یې دا کار د هغوی سپکاوي او عزت ته د زیان لامل کېدی شي.

د خیریه بنسټونو مسوولانو هم په دې غونډه کې د مالیاتو، ګمرکونو او د اداري چارو د اوږدېدا په برخو کې خپلې ستونزې وړاندې کړې. د عدلیې وزیر ژمنه وکړه، چې د ټولګډونه هېوادنۍ ټولنې له جوړېدو وروسته به د دغو ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117