تازه خبرونه
کابل ښاریان د رخصتیو او لارو د خلاصون غوښتنه کوي
په کابل ښار کې څو ورځنیو رخصتیو او د ښار د یو شمېر سړکونو تړل کیدو کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي او له حکومت غواړي، چې د کابل ښار تړلي واټونه دې بېرته خلاص کړي.
فرشته نومې، چې د سید جمال الدین افغان د ښوونکیو د روزنې زدکړیاله وه؛ د پلار له مړینې وروسته یې د مور، خور او یوه ورور نفقه پر غاړه واخیسته او له ګڼو ستونزو سره سره غواړي د پرمختګ لومړیو پوړیو ته ځان ورسوي.
هغه د ژوند سختو شېیبو اړ کړې، چې زدکړې پریږدي او د کابل ښار په یوه برخه کې اوس سوپ پلوري.
په کابل ښار کې څو ورځنۍ رخصتۍ د دې کورنۍ اقتصاد اغېزمن کړی؛ میلاد، چې نهه کلن دی، له خپلې خور فرشتې سره همکار دی او وایي، چې خور مې مرستې ته اړ ده.
په کابل کې ځینې کسان؛ ځکه وزګار شوي، چې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د واټونو تړل کیدو بازارونه هم کم رنګه کړي دي.
حارث نومی د خپلې نهه کسیزې کورنۍ د ډوډۍ برابرولو لپاره د کابل په واټونو کې موټر چلوي؛ خو په دې څو ورځو کې د واټونو تړل کیدو د هغه ستونزې زیاتې کړې دي او وایي، چې په دې ورځو کې یې هیڅ کار ندی کړی.
د سولې مشورتي لویه جرګه د غویي پر نهمه پیل شوې او ټاکل شوې تردوه نورو ورځو هم روانه وي؛ خو ویل کیږي، چې د منشیانو او مرستیالانو د ټاکل کیدو پر سر د ناندریو له کبله ښايي د جرګې موده درې ورځې نوره هم وغزول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي تدابیرو او د واټونو تړل کیدو د خلکو ستونزې زیاتې کړې او کابل ښاریان له بېلابېلو اندېښنو سره مخ دي.
تازه خبرونه
په کازان کې د افغانستان او روسیې د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمیسیون لومړنۍ ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د افغانستان د لوړو زدهکړو د وزیر نداء محمد ندیم پر مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم ګډون درلود.
تازه خبرونه
مولوي عبدالكبیر له سادین آی یلدیز سره د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې وکړې
د یاد وزارت په هغه خبرپاڼه کې، چې نن(چهارشنبه د غویي درویشتمه) خپره شوې؛ د یلدیز له قوله لیکلي، چې نوموړي ویلي: «افغانستان د ترکیې د حکومت لپاره ځانګړی ارزښت لري او په اوس وخت کې د دولتي مرستو ترڅنګ د ترکیې ځینې نادولتي بنسټونه هم په افغانستان کې د اړمنو خلکو د مرستې او پراختیایي پروګرامونو پر پلي کولو بوخت دي.»
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالكبیر په کابل کې د ترکیې د استازولۍ له مشر سادین آی یلدیز سره په لیدنه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراخېدا او په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.
د یاد وزارت په هغه خبرپاڼه کې، چې نن(چهارشنبه د غویي درویشتمه) خپره شوې؛ د یلدیز له قوله لیکلي، چې نوموړي ویلي: «افغانستان د ترکیې د حکومت لپاره ځانګړی ارزښت لري او په اوس وخت کې د دولتي مرستو ترڅنګ د ترکیې ځینې نادولتي بنسټونه هم په افغانستان کې د اړمنو خلکو د مرستې او پراختیایي پروګرامونو پر پلي کولو بوخت دي.»
د یلدیز د څرګندونو له مخې؛ ترکیه له یوه باثباته او پر ځانبسیا افغانستان څخه ملاتړ کوي او باور لري، چې افغانستان د سیمهییز اتصال په برخه کې اړین ځای لري.
هغه زیاته کړې، چې انقره د افغانستان د ستونزو د حل په اړه له خبرو اترو پلوي کوي او په همدې برخه کې خپلې هڅې روانې ساتي.
نوموړي همداراز ویلي، چې ترکیې یوازې د مالدارۍ په برخه کې د ۲۰ زره افغان وګړو لپاره د کار ویزې صادرې کړې دي او هڅه کوي د ناقانونه کډوالۍ لپاره مناسبې حللارې ومومي.
په دې لیدنه کې مولوي عبدالكبیر د ترکیې له مرستو او همکاریو مننه کړې او څرګندوي؛ د کابل او انقرې اړیکې تل د متقابل درناوي او همکارۍ پر بنسټ پرمختګ کړی او هیله ده، چې دا اړیکې نورې هم نږدې او پراخې شي.
نوموړي ویلي، چې افغانستان د بشپړ امنیت او ثبات په ترلاسه کولو سره ګڼ فرصتونه لري او هڅې روانې دي، چې هېواد د سیمهییز اتصال یو مهم او فعال مرکز وګرځي.
هغه د افغانستان او ترکیې د خصوصي سکټورونو پر همکاریو ټینګار وکړ او د افغان کډوالو ځینو ستونزو ته یې په نغوته کې وویل، چې اسلامي امارت د افغان کډوالو له داوطلبانه راستنېدا ملاتړ کوي.
ویل کیږي، چې مولوي عبدالكبیر یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په خبرو کې د ترکیې له منځګړیتوب څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه او ترکیه یې د افغانستان دوست هېواد وباله.
پرمختګ او بشپړتیا
په هلمند ولایت کې درې روغتیایي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د عامې روغتیا ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ریاست رییس نقیب الله فاتح ویلي؛ د دغو روغتیایي ودانیو د جوړولو چارې د دې ریاست د انجنیري ډلې او د فیضي بلډرز ساختماني شرکت له لوري معیاري ترسره شوي او له بشپړېدا وروسته اړوندو روغتیایي مسوولانو ته د کارونې لپاره سپارل شوې دي.
د هلمند ولایت په بغني او باغران ولسوالیو کې درې بابه نوې روغتیایي ودانۍ د له بشپړېدا وروسته رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د عامې روغتیا ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د دې ریاست رییس نقیب الله فاتح ویلي؛ د دغو روغتیایي ودانیو د جوړولو چارې د دې ریاست د انجنیري ډلې او د فیضي بلډرز ساختماني شرکت له لوري معیاري ترسره شوي او له بشپړېدا وروسته اړوندو روغتیایي مسوولانو ته د کارونې لپاره سپارل شوې دي.
نقیب الله فاتح زیاته کړې؛ د یادو روغتیایي مرکزونو له فعالېدا سره به د بغني او باغران ولسوالیو اوسېدونکو ته د لومړنیو او اساسي روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو زمینه نوره هم پراخه او د لرې سیمو خلکو ته به د درملنې آسانتیاوې برابرې شي.
ویل کیږي، چې دا ودانۍ د (IOM) مؤسسې پر مالي ملاتړ د شاوخوا ۲۵ میلیون افغانیو پر لګښت جوړې شوې دي.
-
تازه خبرونه3 days agoجاپان افغانانو ته د زدهکړې نوي بورسونه اعلان کړل
-
نړۍ4 days agoاسرائیلو د ایران پر وړاندې د عراق له یوې پټې اډې عملیات کړي
-
تازه خبرونه4 days agoپه انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د اسلامي خطي نسخو په اړه د آیسسکو په علمي غونډه کې ګډون وکړ
-
سوداگري3 days agoآریانا افغان هوایي شرکت له صادراتو څخه د ملاتړ لپاره د کابل- ډیلي د کارګو بیې راټیټې کړې
-
سوداگري4 days agoافغان – ازبک سوداګرو ۱۳ سوداګریزهوکړه لیکونه لاسلیک کړل
-
څار4 days agoڅار: له نړۍ سره د افغانستان اړیکې
-
تازه خبرونه2 days agoایران د امریکا د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره خپلې الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي- راپور
