بی بی سی پښتو
کابل کې یو بل ډاکټر هم له کورونا وېروس مړ شوی
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، په کابل کې یو بل افغان ډاکټر هم په کورونا وېروس له کبله مړ شوی دی. ډاکټر یوسف اریوبي په کابل کې د (صحت طفل) روغتون کې دنده ترسره کوله او پرون د شنبې پر ورځ یې له څه موده ناورغۍ پرته ساه ورکړه. له دې وړاندې د حنیف الله حنیف په نامه هم یو بل افغان ډاکټر هم کابل کې د کورونا وېروس قرباني شوی و.
بل لور ته د د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې پر کورونا وېروس د اخته شویو ۵۲ نورې پېښې هم ثبت کړې دي.
له دغو نویو پېښو سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۶۰۷ ته ورسېد.
د ډاکټر یوسف اریوبي کشر ورور کمال اریوبي بي بي سي ته وویل، ورور یې څه موده وړاندې ناروغه شو، او ورسره یې کور کې یوه خور هم په دې وېروس اخته شوه.
کمال اریوبي وایي، لومړی یې خور څو ورځې وړانډې مړه شوه، او پرون یې ورور ډاکټر یوسف اریوبي هم ساه ورکړه.
د ډاکټر اریوبي مړی پکتیا ولایت اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د ده پلرني کلي ته استول شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل ددې ۵۲ مثبتو پېښو له ډلې يې ۲۸ په کابل، ۸ په کندهار، په هرات کې ۷، په بلخ کې څلور، بامیان کې دوه او په ننګرهار، هلمند او پکتیا کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې.
ښاغلي مایار زیاته کړه چې تر دې دمه له دې وېروس څخه ۳۸ کسان رغېدلي او ۱۹ تنه مړه شوي دي.
همدارنګه د بلخ ولایت کورونا سره د مبارزې د بېړني حالت کمېټې په خپله نننۍ ناسته کې پرېکړه کړې تر څو د مزارشریف ښار په ټولنیز ډول قرنطین کړي او ان چټک ځغلیدونکي موټرو ته به هم د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شي او ددوی په ټکو ښار به په بشپړ ډول تش وي او هېڅ چا ته به د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
- د کورونا په اړه ځانګړې پاڼه
- کورونا وېروس: کابل ښار دوه اوونیو لپاره قرنطين شو
- کورونا وېروس؛ اروپا کې د میلیونونو وګړو پر تګ راتګ محدودیت لګېدلی
- کورونا وېروس ایټالیا کې په یوه ورځ کې ۳۶۸ کسان ووژل
- کورونا ويروس: څنګه ځان خوندي ساتلی شو
د دوی د پرېکړې له مخې به امنیتي ځواکونه هم په سړکونو کې په دندو بوخت وي. په ورته وخت کې دغه وزارت په کابل کې د امیري په نوم یوه خصوصي روغتون ته تر څلور ورځني بندښت وروسته د کار د بیا پېلولو اجازه ورکړه.
وحیدالله مایار نن په خبري غونډه کې ددغه روغتون د تېرې یوې لسېزې چوپړونه وستایل او ويې ویل چې دغه روغتون د عامې روغتیا د وزارت ټول اړین پړاونه بشپړ کړل او سبا دوشنبې بېرته کار پېلولی شي.
دا روغتون د افغانستان عامې روغتیا وزارت د تېرې چارشنبې (د اپریل ۸) په ورځ هله وتاړه چې په وینا يې، د دغه وزارت مقررات او شرطونه یې نه وو پوره کړي او ددوی په په ټکو ‘پخپل سر’ یې د کورونا وېروس د شکمنو معاینې کولې او وروسته د لنډې مودې لپاره وتړل شو.
د دغه روغتون د تړل کېدو یو بل لامل هلته د یوه کارکوونکي ډاکټر حنیف الله مړه کېدل هم ښودل شوي چې د دوشنبې په ورځ (۶د اپریل) د کورونا وېروس له امله ومړ.
ښاغلي مایار ویلي وو چې له دې پېښې وروسته د دغه روغتون ټول کارکوونکي معاینه شول او په خبره يې، ورته جوته شوه چې په دوی کې د کورونا وېروس ۶.۲۵ سلنه نښې شته.
خو په کابل کې د امیري روغتون مشر میروېس امیري بي بي سي ته هغه مهال ویلي وو چې دوی درې ورځې دمخه پخپله دا روغتون تړلی و. ده د خپلو همکارو ډاکټرانو پر کورونا وېروس د اخته کېدو ادعا هم رد کړې وه.