بی بی سی پښتو

کابل کې د جرم او جنایت د کمولو لپاره پر موټرسیکلونو بندیز

Published

on

Getty Images

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د جرم او جنایت د کمولو لپاره یې پلازمېنه کابل کې د ټپټپي یا موټرسیکل په تګ را تګ بندیز ولګاوه.

د دې وزارت په خبره، تر بیا خبرتیا پورې ټول کابل ښار کې د ټپټپي په ځغلولو بندیز لګول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې دا هم راغلي: “د کابل پولیسو د موندنو او ارزونو له مخې خورا ډېرې جرمي پېښې په تېره پلاني ترهګریز بریدونه،هدفي وژنې او د مجرمانو په لاس جنايي جرمونه د ټپټپي کارولو سره د کابل مختلفو سیمو کې پلان کېږي”.

دغه وزارت د کابل اوسېدونکو ته خبرداری ور کړی چې که د خبرتیا خلاف ورزي یي وکړي، ټپټپی به یې ضبط او له چلوونکي سره به یې د قانون له مخې چلن وشي.

له دې مخکې د افغانستان په مختلفو ښارونو او ولایتي مرکزونو کې د ټپټپی پر چلولو بندیز لګول شوی، خو دا لومړی ځل دی چې پلازمېنه کې ورته ګام پورته کېږي.

په نورو ولایتونو کې هم پر ټپټپي د بندیز لامل د جنايي او جرمي پېښو سره مقابله بلل شوې ده.

Trending

Exit mobile version