تازه خبرونه

ناتو په داعش ضد نړیوال ائتلاف کې خپل غړیتوب اعلام کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناتو مشران د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې را ټول شوي او په داعش ضد نړیوال ائتلاف کې یې خپل غړیتوب اعلام کړ. له دې نړیوال ائتلاف سره د ناتو د یو ځای کیدو موخه د ترهګرو ډلو د ګواښونو له منځه وړل بلل کیږي.

په دې غونډه کې به دغه راز پرېکړه وشي، چې ناتو او امریکا څومره نور سرتېري افغانستان ته ولیږي. د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرگ وایي؛ سږ کال  د عمل د یوه پروګرام په اړه پرېکړه کیږي، چې له مخې به یې په ترهګرۍ ضد مبارزه کې د ناتو هڅې پراخیږي. افغانستان به هم د دغه  ملاتړي پروګرام برخه وي.

د ناتو سرمنشي ینس استولتنبرګ وایي، د دې پروګرام له مخې مونږ د نړۍ په کچه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې عملي ملاتړ ډېروو، چې دغه ملاتړ به په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد هڅې هم راونغاړي.

د ناتو سرمنشي په ډاګه کړه، چې د افغانستان پوځ د ناتو ستره لاسته راوړنه ده؛ چې  اوس  یې د خپل ملي حاکمیت د ساتنې توان پیدا کړی دی.

هغه په بشپړ ټینګار ویلي، چې په افغانستان کې ډېرې ننګونې شته او هیچا هم نه دي ویلي، چې د دې هېواد وضعیت ساده دی؛ خو مونږ په افغانستان کې ښې لاسته راوړنې لرلي دي. مونږ دغلته امنیتي ځواکونه روزلي او په دې هېواد کې مو یو پوځ جوړ کړی دی. اوس دغه پوځ د دې توان لري، چې د خپل هېواد امنیت وساتي. دا یوه لویه لاسته راوړنه ده. افغان امنیتي ځواکوړنو د خپل هېواد امنیت ساتنې په برخه کې د پام وړ مېړانه ښودلې ده.

هغه زیاتوي،  بیا به هیڅکله په جنګي ماموریت کې ونډه وانخلي.

د ناتو سرمنشي ټینګار کوي، چې اروپایان په افغانستان کې د سیمه ییزو ځواکونو روزنه د داعش او طالبانو په ضد مبارزه کې ښه وسیله بولي.

ناتو به افغانستان کې د روزنې، سلا مشورو او مرستو ماموریت روان ساتي. مونږ به د سرتېرو د دقیق شمېر په اړه پرېکړه هم وکړو. مونږ زمونږ موخه د افغان ځواکونو روزنه ده، چې په داعش او طالبانو ضد مبارزه کې خپل ظرفیت لوړ کړي. مونږ شاهد وو، چې افغان ځانګړي ځواکونه د داعش په ځپلو کې ډېر بریالي وه.

امریکایان غواړي، چې افغانستان ته نور پېنځه زره سرتېري را ولیږي. امریکا له ناتو هم غواړي، چې دې هېواد ته نور سرتېري برابر کړي.

Trending

Exit mobile version