تازه خبرونه
محمد سالم الماس له خپلې دندې ګوښه شو
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د کابل پولیسو ویاند ویلي، چې معین الدین سیال د ښاغلي الماس پر ځای ټاکل شوی دی.
یو شمېر سرچینو ویلي، چې په کابل ښار کې د جنایي جرمونو د ډېریدو له کبله ښاغلي الماس له دندې لیرې شوی دی.
نوموړي د کورنیو چارو وزارت په چوکات کې بېلابېلې دندې تر سره کړې دي.