تازه خبرونه
مایک پمپیو کابل ته راغلی
هغه نن مازیګر د امریکا په سفارت کې یوې خبري ناستې ته راڅرګند شو او ویلي یې دي، چې تر دې دمه د له طالبانو سره د ځواکونو د وتلو پر نېټه کومې هوکړې ته ندي رسیدلي.
نوموړي هيله څرګنده کړې، چې د متحده ايالاتو او طالبانو خبرې اترې د افغانستان له راتلونکیو ولسمشريزو ټاکنو څخه دمخه تر سره او د سولې هوکړه ليک سره به هم لاسلیک شي.
سربیره پردې، هغه ویلي، چې پاکستان کولی شي طالبان دغې هیلې ته نږدې کړي.
نوموړي د ملي وحدت حکومت مشران هم لیدلي دي.
دا افغانستان ته د نوموړي دوه یم سفر دی.
پمپیو په داسې حال کې کابل ته راځي، چې په دوحه کې د طالب استازیو او زلمي خلیلزاد تر منځ د اووم پړاو خبرو ته څلور ورځې پاتې دي.
د یادونې ده، چې نوموړي له خبري کنفرانس وروسته خپل سفر بشپړ کړ او د هند پر لوري روان شو .