تازه خبرونه
ټاکل شوې، چې سبا شنبه د نوملیکنې تقویتي بهیر پیل شي
د ټاکنو خپلواک کميسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي ویلي، چې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې تقویتي بهیر به په ۴۵۸ مرکزونو کې پیل شي او دغه راز به د غزني ولایت لپاره ۲۴۷ مرکزونه وي.
نوموړی زیاتوي، چې د شنبې پر ورځ به د رای ورکوونکیو د نوملیکنې تقویتي بهیر پیل او په کې به هغه کسان راجستر شي، چې تر اوسه په بېلابېلو دلایلو ندي توانیدلي په دې لړۍ کې راجستر شي.
د نوملیکنې په تقویتي بهیر کې به هغه کسان راجستر شي، چې: ۱- هېواد ته تازه راستانه شوي وي ۲- د ټاکنو پر ورځ ۱۸ کلن شوی وي ۳- د رای ورکوونکیو په تېر نوملړ کې یې نوملیکنه نه وي شوې ۴- له یوې ټاکنیزې حوزې څخه بلې هغې ته کډه شوي وي ۵- په تېر پړاو کې د قانون یا محکمې د حکم پر بنسټ له مدني حقوقو بې برخې شوی وي.
کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د رای ورکولو مرکزونو د امنیت ساتنې ډاډ ورکوي او وایي؛ لکه څنګه مو ، چې په تېرو ټاکنو کې د خلکو او ټاکنیز بهیر لپاره امنیتي تدابیر نیولي وه؛ همغسې به راتلونکیو ټاکنو ته هم امنیتي تدابیر ولرو او ان په دې اړه د یو لړ نورو پېښیدونکیو زیانونو د مخنیوي لپاره هم ډاډمنې هڅې تر سره شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسې حوا علم نورستانۍ څه موده مخکې ویلي وه، چې په را روانو ټاکنو کې به شاوخوا دوه زره مرکزونه د ناامنیو پر دلیل تړلي وي.