تازه خبرونه
مسکو په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه لري- پوتین
د سولې خبرو په پنځ(اوج) کې د سیمې هېوادونه ورو– ورو د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي دریځ څرګندوي؛ د افغانانو خپلمنځي ناستې ته د آلمان په کوربتوب له چمتووالي وروسته روسیه اوس غواړي، چې په افغانستان کې جګړه ودریږي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي؛ مونږ غواړو، چې په افغانستان کې پوځي مقابله ودریږي او د پراخ بنسټه خبرو اترو غوښتونکي یو او هیله ده، چې په دې په خپلمنځي خبرو کې ټول سیاسیون او د ټولنې بېلابېلې پوړۍ شاملې وي، پیل شي.
د روسیې ولسمشر د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې هم چمتوالی څرګند کړ او له افغانستان څخه یې د ملاتړ ټټر وواهه.
نوموړي زیاته کړې، چې سږ کال مونږ له افغانستان سره د دیپلوماتیکو اړیکو کلیزه نمانځو؛ مونږ د یوه سوله ییز او خپلواک افغانستان لپاره، چې له ترهګرۍ او نشه یي توکو له جرمونو پاک وي، مرسته کوو.
روسیې د طالبانو او ناحکومتي افغان سیاسي چارواکو تر منځ د دوه ناستو کوربتوب کړی، چې د سولې خبرو اترو په تړاو یې سلا مشورې ترسره کړې. اوس به وکتل شي، چې روسیه د افغانستان په سوله کې څه ډول رول لوبوي.