تازه خبرونه
په سرحدي ولایتونو کې انساني قاچاق زیات شوی دی
ننګرهار یو له هغو ولایتونو دی چې انساني قاچاق پکې کیږي. مسولین وايي بې وزګاري، فقر، اقتصادي مافیا او ناامني د انساني قاچاق ستر لاملونه دي.
د انساني قاچاق قربانیان وايي حکومت د انساني قاچاق په مخینوي کې پاتې راغلی.
په جلال اباد کې یوه غونډه د انساني قاچاق په اړه د عامه پوهاوي په موخه جوړه شوې وه. د ناستې جوړونکي انسان تښتونه، د بې وزله کورنیو له فقر ناوړه استفاده، ناقانونه کډوالي او له ښځو ناسمه جنسي ګټه انساني قاچاق بولي او وايي دا ستونزه د هيواد په سرحدي ولایتونو کې ډېره ده.
احمدشبیرساپی؛ د بېړنیو مرستو او پراختیا موسیسې استازی اریانا نیوز ته و وېل: «د انساني قاچاق سحه خو په ټول هېواد کې ډېره ده؛ خو ولایتونه چې سرحدي لکه له ایران سره، پاکستان بیا دا سطحه نوره هم لوړه ده»
خود ناستې برخه والو وویل، هغه پیسې چې مرستندویه هیوادونه او حکومت پر دې ډول تشریفاتي ناستو مصرفوي د انساني قاچاق د لاملونو د لمنځه وړلو پر لارو چارو دې ولګول شي.
برهان الدین سیرت، مدني فعال و وېل: «هغه څوک چې دا کار کوي د مجبوریت له مخې یې کوي که یو څوک خپل کور، ټاټوبي او مور او پلار پرېږدي او بهر ته زړه ښه کوي قاچاقبر ته ځان سپاري دا ټول د یو ډول مجبوریت له مخکې کېږي».
او همداراز محمد اسلم بنګش، لیکوال و وېل: «دا کسان باید حکومت ونیسي او داسې سزا ورکړي چې نورو ټولو ته عبرت شي»
د انساني قاچاق ځينې قربانیان وايي دننګرهارچارواکو په دې برخه کې خپل مسولیت نه دی ادآ کړی، ځکه خو هره ورځ د ا ستونزه ډېرېیږي. د ننګرهار مسولین دا نیوکې مني خو وايي د جګړې له بشپړې ختمېدو، بنسټیزو پروژو او عامې پوهې پرته دا ستونزه بشپړه نه حلیږي.
عبدالله رقیبي، د ننګرهارولایت سرپرست مرستیال و وېل: «افغان حکومت له امنیتي ستونزو سره لاس او ګریوان دی؛ خو حالاتو ته په کتو به موږ په دې هکله وړ تدابیر ونیسو تر څو دا ډول ستونزې حل کړای شو».
د ننګرهار یوازې په سره رود ولسوالۍ کې یو نیم زرکورنۍ د بې وزلۍ له امله د خښتو په بټيو کې ګرو دي، چې ستر انساني قاچاق بلل کیږي؛ خو حکومت یې پرخلاصولو نه دي بریالي شوي.
رحمت الله زیارمل
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
تازه خبرونه
د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمهییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشهيي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.
ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوسمهال په سيمه کې د يوه سولهييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.
د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.
اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرلهپسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.
پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.
مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
تازه خبرونه24 hours ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
لوبی5 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
لوبی21 hours ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل