تازه خبرونه

له خطر سره مخ هېوادوال کولی شي پر مثنی ستیکر ولګوي-کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په ناامنو سیمو کې مثنی تذکرې وېشل کیږي او له خطر سره مخ هېوادوال کولی شي د اصلي تذکرو پر مثنی ستیکر ولګوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تذکرو پر کاپيو د ستیکرونو لګولو پرېکړه لغوه کړه او اوس هغو خلکو ته، چې په ناامنو سیمو کې ژوند کوي، د اصلي تذکرې مثنی وېشل کیږي او ستیکر پرې لګوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړې ملیحه حسن وایي: هر هېواد وال، چې له خطر سره مخ وي؛ د وګړیو د احوال ثبتولو مدیریت ته دې ورشي او خپله امنیتي ستونزه دې د یوې مثنی له اخیستلو سره حل کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر بېلابېلو پروګرامونو د ټاکنو څارونکي بنسټونه هم اندېښمن شوي دي.

دوی وایي، د ټاکنو کمیسیون د رڼو او سالمو ټاکنو د تر سره کولو لپاره پلان نلري.

د افغانستان د آزادو ټاکنو اجرائیه رییس یوسف رشید وایي: د ټاکنو خپلواک کمیسیون په خپلو پرېکړو کې له ستونزو سره مخ کیږي، چې مونږ یې ردولی نشو. په هره پرېکړه کې، چې کمیسیون ووېشل شي، معنا دا، چې  پراخو درغلیو ته کار آسانوي.            

ځینې نور بنسټونه بیا وایي، چې حکومت په بېلابېلو پلمو غواړي د ټاکنو په بهیر کې مداخله وکړي او دا د اندېښنې وړ کار دی.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي: په خواشینۍ، چې د طرحو زغمل او د کمیشنرانو تر منځ د  ننګونو رامنځته کول د حکومت پروګرام دی؛ دا حالت د ټاکنو د بهیر په ګټه ندي. که ټاکل شوې وي نوملیکنه ټاکنو ته روانه وساتل شي؛ نو د افغانستان ټاکنې به پرې د بحران لوری خپل کړي.

د وروستیو څرګندونو له مخې، تر اوسه څه باندې یو میلیون او شپږ سوه زره کسانو نوملیکنه کړې، چې یو میلیون او دوه سوه زره یې نرینه او پېنځه سوه زره یې ښځینه هېوادوال دي.

د یادونې ده، چې نه یوازې د ولایتونو په مرکزونو کې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر روان دی، بلکې همدا بهیر له دوه ورځو راپدیخوا په ولسوالیو کې هم پیل شوی دی.

خبریاله: لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version