تازه خبرونه
له خطر سره مخ هېوادوال کولی شي پر مثنی ستیکر ولګوي-کمیسیون
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په ناامنو سیمو کې مثنی تذکرې وېشل کیږي او له خطر سره مخ هېوادوال کولی شي د اصلي تذکرو پر مثنی ستیکر ولګوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تذکرو پر کاپيو د ستیکرونو لګولو پرېکړه لغوه کړه او اوس هغو خلکو ته، چې په ناامنو سیمو کې ژوند کوي، د اصلي تذکرې مثنی وېشل کیږي او ستیکر پرې لګوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړې ملیحه حسن وایي: هر هېواد وال، چې له خطر سره مخ وي؛ د وګړیو د احوال ثبتولو مدیریت ته دې ورشي او خپله امنیتي ستونزه دې د یوې مثنی له اخیستلو سره حل کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر بېلابېلو پروګرامونو د ټاکنو څارونکي بنسټونه هم اندېښمن شوي دي.
دوی وایي، د ټاکنو کمیسیون د رڼو او سالمو ټاکنو د تر سره کولو لپاره پلان نلري.
د افغانستان د آزادو ټاکنو اجرائیه رییس یوسف رشید وایي: د ټاکنو خپلواک کمیسیون په خپلو پرېکړو کې له ستونزو سره مخ کیږي، چې مونږ یې ردولی نشو. په هره پرېکړه کې، چې کمیسیون ووېشل شي، معنا دا، چې پراخو درغلیو ته کار آسانوي.
ځینې نور بنسټونه بیا وایي، چې حکومت په بېلابېلو پلمو غواړي د ټاکنو په بهیر کې مداخله وکړي او دا د اندېښنې وړ کار دی.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ رییس نعیم ایوب زاده وایي: په خواشینۍ، چې د طرحو زغمل او د کمیشنرانو تر منځ د ننګونو رامنځته کول د حکومت پروګرام دی؛ دا حالت د ټاکنو د بهیر په ګټه ندي. که ټاکل شوې وي نوملیکنه ټاکنو ته روانه وساتل شي؛ نو د افغانستان ټاکنې به پرې د بحران لوری خپل کړي.
د وروستیو څرګندونو له مخې، تر اوسه څه باندې یو میلیون او شپږ سوه زره کسانو نوملیکنه کړې، چې یو میلیون او دوه سوه زره یې نرینه او پېنځه سوه زره یې ښځینه هېوادوال دي.
د یادونې ده، چې نه یوازې د ولایتونو په مرکزونو کې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر روان دی، بلکې همدا بهیر له دوه ورځو راپدیخوا په ولسوالیو کې هم پیل شوی دی.
خبریاله: لیدا نیازۍ
تازه خبرونه
د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال کابل ته راغلی
د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ژان پیر لاکروا به د دوه ورځني سفر په بهیر کې له جګړې څخه د پاتې چاودیدونکیو توکو د خطرونو په اړه د پوهاوي پر لوړولو راوڅرخیږي.
د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ژان پیر لاکروا له یوه پلاوي سره کابل ته راغلی دی.
د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان له دې مخکې په یوه خبري غونډه کې ویلي وه، چې ین پییر لاکروا به افغانستان ته په خپل سفر کې د چاودېدونکیو توکو د اغېزو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.
په دغه سفر کې له نوموړي سره د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د څانګې مشره هم مل ده.
هغه زیاته کړې، چې لاکروا به د مې تر اووهلسمې پورې په کابل کې وي او په دې سفر کې به د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ د څانګې مشره ایلین کوهن هم ورسره مل وي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د افغانستان خلک د ماینونو له خطر سره مخ دي او د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ پورې په افغانستان کې د ۸۲۱ چاودېدونکیو توکو د وژل شویو ۸۱ سلنه ماشومان ول.
تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه جزئیات ندي ورکړي.
د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې ټاکل شوې د روان کال په جون میاشت کې د افغانستان په اړه په دوحه کې درېیمه غونډه جوړه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د څرګندونو پر بنسټ، له دې مخکې د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال قطر ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره د سولې د ټینګښت او د ستونزو په اړه خبرې کړې وې.
تازه خبرونه
په غور ولايت کې د ژغورنې د عملیاتو پر مهال يوه پوځي چورلکه رالوېدلې
نن سهار (چارشنبه د غویی شپږویشتمه ) د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د ملي اردو یوه چورلکه راغورځېدلې، چې په کې ۱ کس مړ او ۱۲ نور ټپیان دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي زیاته کړې؛ د هوايي ځواک «MI 17» ډوله چورلکه غور ولایت د یوه فلانکوچ موټر د هغو کسانو د جسدونو د راایستلو لپاره لېږل شوې وه، چې د هریرود سیند ته لوېدلی و. د ژغورنې له عملیاتو وروسته دغه چورلکه له تخنیکي ستونزې سره مخ او په فیروزکوه ښار کې د بېړنۍ ناستې پر مهال له یوه دیوال سره ولګېده او راوغورځېده.
آریانانیوز ته د دې چورلکې د رارسېدلې ویډیو له مخې؛ په اوبو کې د چورلکې د راغورځېدو پر مهال یو شمېر کسان هم لیدل کیږي.
ویل کیږي، چې یوه ورځ مخکې د فیروزکوه په غازي دره سیمه کې فلانکوچ موټر له سړکه واوښت او په هریرود سیند کې ډوب شو، چې له کبله یې دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی و.
تازه خبرونه
جاپان د لویدیځو هېوادونو پر مستقیمو اړیکو خپل ټینګار څرګند کړ
په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورما د اسلامي امارت د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو د ډیپلوماټیک حضور نشتوالی د دې لامل شوی، چې دوی په افغانستان کې له مثبتو پرمختګونو بې خبره پاتې شي او پر وینا یې دا مناسبه ده، چې نړیواله ټولنه مستقیماً له اسلامي امارت سره اړیکې ولري.
تاکایوشي کورما زیاته کړې، چې جاپان له افغانانو سره د طبیعي پېښو د مخنیوي، پر نشهیي توکو د روږدو کسانو د درملنې او د افغان کروندګرو لپاره د بدیل کښت په برخو کې همکارۍ ته ژمن دی.
دغه راز مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي؛ د ولسونو د ملاتړ له کبله اسلامي امارت بریالی شوی، چې ملي سوله رامنځته، سترې پروژې پیل او ګڼ نور اصلاحات رامنځته کړي.
ویل کیږي، چې اسلامي امارت د خلکو د اقتصادي ستونزو د اواري هڅه کوي او له نړۍ سره مثبت تعامل او پراخې اړیکې غواړي.
-
تازه خبرونه4 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
تازه خبرونه3 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه3 days ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
سوداگري4 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه2 days ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
لوبی2 days ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
تازه خبرونه2 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه