تازه خبرونه

په زابل کي یو تن لومړې یوه نجلې او وروسته خپل ځان وژلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په زابل کي نن سهار یو تن لومړې یوه  نجلې او وروسته خپل ځان وژلی دی.

د زابل والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، دا پېښه په شهرصفا ولسوالې کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي؛ یو ځوان نن سهار لومړی یوه نجلې، چې ښوونځي ته روانه وه پر ډزو وژلې او وروسته یي ځان وژلی دی.

نوموړي په ډاګه کړژ، چې دا نجلې یي په ماشومتوب کې دغه هلک ته ورکړې وه؛ خو اوس د هغې کورني نه غوښتل، چی خپله لور  دغه ځوان ته ورکړي.

د ده د څرګندونو له مخې دوه ورځې مخکې يی له بل چاسره کوژده کړې وه.

د نجلې او هلک کورنيو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version