بلخ @ps
په تخار کې د طالبانو یوه اته کسیزه ډله ونیول شوه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د تخار والي ویاند محمد جواد هجري ویلي؛ نیول شویو کسانو غوښتل د دغه ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې ترورستي بریدونه تر سره کړي، چې موخې ته له رسیدو مخکې د ملي امنیت د ځانګړیو ځواکونو لخوا ونیول شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د طالبانو د رسنیو د چلوونکي قاري جلال له نیولو خبر ورکړی دی.
د دغو پېښو په اړه تر دې دمه طالبانو څه ندي ویلي.