تازه خبرونه
په تاجکستان کې د داعشیانو برید له افغانستان سره تړاو نلري- ملي دفاع وزارت
د تاجکستان دولتي خبرځي څرګنده کړې، چې د چارشنبې ورځې په لومړیو کې یوې وسلوالې ډلې له ازبکستان سره په پوله کې پر تاجکي ځواکونو برید کړی دی.
رسمي سرچینو د بریدګرو شمېر ۱۵ کسان ښوودلی، چې لږ وروسته د تاجکي پوله ساتو ځواکونو مطبوعاتي دفتر په ډاګه کړه، چې د لومړنیو څېړنو له مخې او د نیول شویو کسانو د اعتراف پربنسټ ټول برید ګر د داعش غړي وه.
دې مرکز دا هم ویلي، چې هغوی د افغانستان له قلعه زال څخه د نوامبر پر ۳ د تاجکستان قبادیان سیمې ته ورغلي وه، چې له پلازمېنې دوشنبې دوه سوه کیلو متره لیرې پرته ده.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی د تاجکي پوله ساتو ځواکونو دې ادعا ته په غبرګون کې ویلي؛ دا شل داعشیان په تاجکستان کې ول او د هغه هېواد پر یوې پوستې یې برید کړی، چې له افغانستان سره کوم تړاو نلري او تراوسه هم معلومه نده، چې دوی د کوم هېواد وګړي وه.
کارپوهان باوري دي، چې له تاجکستان سره په پوله کې د داعش حضور د شوروي تر نفوذ لاندې هېوادونو ته د خطر زنګ دی.
تر برید لاندې راغلې د عشق آباد سرحدي پوسته د رودکي اړوند سیمې ته نږدې ده، چې د پلازمېنې دوشنبې په سویل لویدیځ کې پرته ده.
د تاجکي ځواکونو مطبوعاتي دفتر زیاته کړې، چې بریدګرو پېنځه میله اتومات وسلې له دې پوستې وړي دي.
د دولتي سرچینو په وینا، د انتظامي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ برید ګر وژل شوي او ۵ نور ونیول شول.
په دې عملیاتو کې یو پوله ساتی سرتېری او یو پولیس وژل شوي دي.
د ولسمشر سلاکار نبي مصداق ویلي؛ داعشیان د پاکستان له پولو افغانستان ته راغلي او اوس هڅول کیږي، چې له دې ځایه د تاجکستان خاورې ته وردننه او خپل عملیات پیل کړي.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، څلور برید ګر د رودکي د ایسنبای په کلي کې د تېښتې پر مهال نیول شوي دي.
د دې وزارت ویب سایت د برید تصویرونه خپاره کړي، چې په کې څلور موتر له منځه تللي او څو مړي هم لیدل کیږي. د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت وایي، دا موتر او مړي د بریدګرو دي.