تازه خبرونه
په غزني کې طالبانو ته یو شمېر چورلکو ناستې کړي
د غزني د ولایتي شورا یو غړی وایي، د غزني په واغز او خوږیاڼیو ولسوالیو کې طالبانو ته یو شمېر چورلکې ناستې دي.
له یوې اوونۍ ډله ییزو بریدونو وروسته طالبان پر واغز ولسوالۍ حاکم شوي دي.
د غزني ولایتي شورا غړی حسن رضا یوسفي وایي، په واغز او خوږیاڼیو ولسوالیو کې، چې د طالبانو تر کنترول لاندې دي، ځینو ناڅرګندو چورلکو ناستې کړي دي.
په غزني کې د ملي اردو مطبوعاتي مسوول هم تائیدوي، چې د غزني په ځینو ساحو کې چورلکو ناستې کړي خو په وینا یې دغه چورلکې امریکایانو پورې اړوند دي.
د غزني والي عبدالکریم متین وایي، دغه موضوع یې له مرکز سره شریکه کړې ده.
نوموړی زیاتوي؛ کله، چې امنیتي ځواکونه د واغز له ولسوالۍ ووتل، خپل ټول تجهیزات یې طالبانو ته پریښودل.
له دې مخکې په سرپل کې هم طالبانو یو شمېر چورلکو ناستې کړې وې.
واغز ولسوالي د غزني ښار په ۱۳ کیلومترۍ کې سویل لویدیځ لوري ته پرته ده.