بلخ @ps
په بغلان ولایت کې د څړځي پر سر شخړې ۴۰ کسان ټپیان کړل
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ګذرګاه نور د یخچي کلان د اړوند سیمې یو شمېر اوسیدونکي ادعا کوي، چې د البرز اوسیدونکیو د پولیسو پر ملاتړ پر دوی برید کړی دی.
د البرز اوسیدونکیو څرګنده کړې، چې څړځی د دوی تر منځ شریک دی؛ خو د یخچي کلان اوسیدونکي د ګذرګاه نور د ولسوال پر لمسون تل شخړې جوړوي.
ګذرګاه نور د بغلان ولایت یوه لیرې پرته ولسوالي ده، چې خلک یې پر کرنه او مالدارۍ اخته دي؛ خو غرنیو او ستونزمنو لارو یې د دې سیمې استوګن نه یوازې له پراختیایي او رغونیزو پروژو بې برخې کړي، بلکې له بېلابېلو ستونزو سره هم مخ دي.