تازه خبرونه
په غزني کې د یوه قومندان په ګډون ۳۶ طالب جنګیالي وژل شوي
د غزني والي ویاند عارف نوري ویلي؛ دغه عملیات د غزني ولایت د مرکز په ګډون د اندړ، آب بند، ناوه او ده یک ولسوالیو کې ترسره شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې ځمکنیو او هوایي بریدونو کې د طالب قومندان ملا رمضان په ګډون ۳۶ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
ښاغلی نوري زیاتوي، چې د دغو عملیاتو په بهیر کې ۹ طالب جنګیالي هم نیول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دغو عملیاتو کې د مهماتو یوه زیرمه او د طالبانو ۴۶ موتر هم له منځه وړل شوي؛ خو امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ته زیان ندی اوښتی.
طالبانو د دغو څرګندونو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
د یکشنبې پر شپه هم امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۹ وسلوال طالبان وژلي او د دوی له یوه کانتینره یې لس کسان هم له بنده خوشې کړي وه.