تازه خبرونه
په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو سرمشریزه جوړه شوه
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند اسدالله زایري له دې سرمشریزې تمه لري، چې دغه سازمان به د افغانستان د جګړې او سولې په اړه روښانه دریځ خپل کړي.
سیاسي شنونکی احمد سعیدي وايي، چې دا سرمشریزه د افغانستان د سولې له بهیر سره هیڅ تړاو نلري.
سیاسي هڅاند فضل رحمان اوریا وايي، چې د اسلامي هېوادونو د رهبرانو سرمشریزه د امریکا په غوښتنه د ایران د منزوي کولو لپاره را بلل شوې او د افغانستان له سولې او جګړې سره هیڅ تړاو نلري.
د اسلامي هېوادونو پر کنفرانس او سازمان یوه نیوکه دا ده، چې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه هڅوونکی دریځ نه خپلوي.