تازه خبرونه
په غزني کې ۹ کسان د طالبانو له یوه زندانه خوشې شول
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د غزني والي ویاند عارف نوري ویلي، چې په راخوشې شویو کسانو کې ۵ یې د امنیتي ځواکونو اړوندان او پاتې څلور یې ملکي وګړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه بندیان د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ د عظمت کلا او امین کلا تر منځ په یوه کانتینر کې ساتل کیدل.
د یادونې ده، چې امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د غزني او هلمند ولایتونو له اړوند سیمو څخه د سلګونه بندیانو له آزادولو خبر ورکړی دی.
طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.