تازه خبرونه

په غزني ښار کې د نوملیکنې ۲۴ مرکزونه بند دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په غزني کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وایي، د غزني ښار د رای ورکوونکیو د نوملیکنې له ۴۹ مرکزونو څخه څلیریشت مرکزونه د امنیتي ستونزو له کبله تړلي پاتې دي.  

مسوولین څرګندوي، چې څوارلس مرکزونه د امنیتي ګواښونو او لس نور د پوهنې ریاست د نه همکارۍ له کبله تړل شوي دي.

په غزني کې د ټاکنو د کمیسیون رییس عبدالبصیر مومند وایي؛ د پوهنې ریاست هم له دوی سره په دې برخه کې همکاري نده کړې، چې له کبله یی یو شمېر مرکزونه ندي پرانیستل شوي. په داسې حال کې، چې په دغه ولایت کې د نوملیکنې لپاره نهه څلویښت مرکزونه په پام کې نیول شوي دي.

نوموړي د ټاکنو لپاره په تقویتي نوملیکنه کې د خلکو ګډون د قناعت وړ وباله او له خلکو غواړي، چې پراخه ونډه په کې واخلي.

له بلې خوا په غزني کې مدني فعالان وايي د خلکو ونډه په کې پیکه ده.

دوی په ټاکنو کې د روڼتیا نشتوالی او نه پوهاوی د دې ستونزې لامل ګڼي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې په غزني کې د ټاکنو کمیسیون ویلي وه، چې  د رای ورکوونکیو د نوملیکنې له ۴۰۶ څخه ۲۴۷ مرکزونه پرانستي او نور مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله تړلي پاتې دي.

Trending

Exit mobile version