تازه خبرونه

په غزني کې د طالبانو د رسنیو چلوونکی نیول شوی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې امنیتي ځواکونو په دې ولایت کې د طالبانو د رسنیو چلوونکی نیولی دی.

دغو چارواکو دا هم څرګنده کړې؛ نیول شوی کس قاري جلال نومیږي، چې مرکز ته نږدې د اسفنده له اړوند کلي نیول شوی دی.

د غزني والي ویاند عارف نوري ویلي؛ له نیول شوي قاري جلال نومي سره دوه لپ تاپ کمپیوترونه، یوه مخابره او یوه تومانچه هم امنیتي ځواکونو تر لاسه کړي دي.

دغه راز نیول شوي کس خپل جرم منلی او څرګندوي، چې یوازې یې د مرګ و ژوبلې خبر طالبانو ته ورکاوه.

هغه زیاتوي؛ څه نا څه یوه میاشت کیږي، چې دغه دنده ورسپارل شوې وه.    

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي ځواکونو څه وخت مخکې هم د ورانکاریو او د امنیتي چارواکو د ترور پر تور څو کسه نیولي وه.

خبریال: بشیر الله نقشبندي

Trending

Exit mobile version