پرمختګ او بشپړتیا

په غزني کې د سترګو د درملنې یو مرکز هڅې پیل کړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په غزني کې د سترګو د درملنې روغتیایي مرکز مسوولین وایي، په لندن کې د میشتو افغان داکترانو ټولنې په همکارۍ د فعال شوي روغتیایي مرکز موخه د بېوزلو او غریبو خلکو درملنه ده، چې د پیسو د ورکړې وس نلري.

په غزني کې د لندن میشتو افغان داکترانو ټولنې په همکارۍ د سترګو یو خصوصي کلینک جوړ شو، چې د سترګو د درملنې وړیا خدمتونه وړاندې کوي.

د سترګو د درملنې داکترامین الله قیوم زی وایي؛ لدې مخکې یې په نورو ولایتونو کې هم ورته خدمتونه پیل کړي او له دوه کلونو وروسته مو وکولی شول، چې دا بهیر غزني ته هم وغزول شي.

د غزني د عامې روغتیا رییس داکتر ظاهر شاه نیکمل وایي؛ بېوزلي، جګړې او ماین ایښودنې هغه عوامل دي، چې له کبله یې د غزني ځینې اوسیدونکي د سترګو پر ناروغیو اخته شوي.

د نوموړی په وینا، د دې مرکز له جوړیدو سره به د سترګو ناروغیو کچه را ولویږي.

د غزني ځینې اوسیدونکي، چې د درملنې لپاره دې کلینک ته ورغلي وایي، د درملنې توان یې نه درلود او په غزني کې د دا راز خدمتونو د لا پراختیا غوښتنه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې د غزني د عامې روغتیا رییس هم د سترګو د درملنې یو پروګرام پیل کړی و، چې په وینا یې له دوه زره پېنځه سوه ډېر کسان په کې له درملنې برخمن شول.

Trending

Exit mobile version