تازه خبرونه

په غزني کې دې د تقویتي نوملیکنې بهیر وغزول شي- خلک

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني یو شمېر اوسیدونکیو او مدني مخکښانو ولسمشریزو ټاکنو ته د رای ورکوونکیو د تقویتي نوملیکنې بهیرد غزولو غوښتنه کړې ده.

د شنبې ورځ( د چنګاښ ۱۵) د رای ورکوونکیو د نوملیکنې وروستۍ ورځ وه، یو شمېر خلک او مدني مخکښان غواړي، چې دا بهیر وغزول شي.

د غزني اوسیدونکی محمد کاظم قادر وایي، تر اوسه نیمایي خلکو ځانونه راجستر کړي ندي.

یوبل مدني مخکښ امین الله بهار هم د دغه بهیر پر غزولو ټینګار کړی او وایي، چې په غزني کې د رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیر له ځنډ سره پیل شوی او باید بیا وغزول شي.

 مدني مخکښ سید جواد موسوي څرګنده کړې، چې تر اوسه نیمایي خلکو ځانونه ندي ثبت کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون سیمه ییزو مسوولینو ویلي، چې د خلکو وړاندیزونه  یې مرکز ته رسولي دي.

په غزني کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دفتر رییس عبدالبصیر مومند ویلي؛ دوی واک نلري، چې دا بهیر وغزوي؛ خو د خلکو دا وړاندیز یې کابل کې له مسوولینو سره شریک کړی او د هغوی لارښوونې ته په تمه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې هم په غزني کې د رای ورکوونکیو د تقویتي نوملیکنې بهیر غزول شوی و.

Trending

Exit mobile version