تازه خبرونه
له طالبانو سره له سولې وروسته خوشبیني لږه ده
د سیاسي چارواکو د ګډون له لارې دیپلوماتیکې هڅې په دې موخه ترسره کیږي، چې طالبان له حکومت سره پخلاینې ته برابر کړي. په داسې حال کې، چې د افغان سیاسیونو او طالبانو تر منځ تر دې دمه درې پړاوه ناستې تر سره شوي؛ خو تر دې دمه د افغانستان سولې ته د لارې نقشه ناڅرګنده ده.
په دغو خپلمنځي ناستو کې د رسنیو حقونه او د بیان آزادي هم د ټینګار وړ ارزښت یادیږي. که څه هم طالبانو په یوه خبرداري کې رسنیو ته ګواښ کړی، چې د پوځي موخې په توګه به تر برید لاندې ونیول شي؛ خو سولې ته له رسیدو وروسته ژمنه کوي، چې د رسنیو فعالیت ته ژمن دي.
دا پلاوی وایي، طالبان د ښځو رسنیز فعالیت او نور فعالیتونه د اسلامي ارزښتونو په اډانه کې، چې خپله یې تعریف کړي، پرې ټینګار کوي.
په دوحه کې د افغانانو او طالبانو د ناستې ګډونوال صدیق الله توحیدي وایي؛ د هغو ټینګار هم دا و، چې دا ارزښتونه په رسمیت پېژنو. دا، چې دغه ارزښتونه د اسلام د مبارک دین او د دوی د اندونو له مخې څنګه دي؛ د علواوو یوه اوږده بحث ته په کې اړتیا ده، چې د دې خوا دیني عالمان هم په خبرو کې برخه ولري بیا به ؛ نو کړنې پوره ډاډمنې شي.
رسنۍ په تېرو اووه لس کلونو کې د جګړې ښکېلو خواوو کړولي او ټپي ټپي دي او د افغانستان مطبوعات یې زیانمن کړي دي.
د پژواک خبرځي چارواکي دانش کړوخېل ویلي، چې طالبان د بیان د آزادۍ په اړه خپل فکر او اند لري؛ د افغانستان خلکو په تېرو اته لس کلونو کې په پوره میړانه خپلې غوښتنې د رسنیو له لارې وړاندې کړي او په دې اړه ستر بدلونونه راغلي دي.
ویل کیږي، چې اوس هم د طالبانو لیدلوری توند دی؛ دې ډلې ژمنه کړې، چې د سولې له تړون وروسته ښځې کولی شي کار وکړي، کولی شي زدکړې وکړي او حتا کولی شي لومړۍ وزیره ووسي؛ خو په وینا یې ټول دا کارونه باید د قوانینو په اډانه کې وي او دا قوانین باید اسلامي وي.
د دوحې د خپلمنځي ناستې یوه ښځینه ګډونواله فوزیه کوفي وایي، چې د ښځو حقوق باید د سولې هوکړې یوه بنسټیزه برخه وي. بیا دې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ګډون پر نورو برخو ټینګار څرګند شي. یعنې د ښځو حقونه دې د نورو هېوادنیو حقونو په څېر د هوکړې یوه د ټینګار وړ برخه وي.
دا خبرې په دوحه کې له طالبانو سره په ناسته کې مطرح شوي؛ خو په عمل کې لیدل کیږي، چې د طالبانو په تر ولکې لاندې سیمو کې ښځې اوس له هغه حالته برخمنې دي، چې د دوی د واکمني پر مهال وې.