تازه خبرونه

که بریالی شم عمري عدالت به رامنځته کړم- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر لومړۍ ورځ یو شمېر نوماندانو بېلابېل شعارونه راپورته کړل؛ اشرف غني ژمنه وکړه که بریالی شي، د حضرت عمر فاروق او حضرت علي رض عدالت به رامنځته کوي.

محمد اشرف غني، چې د منتقدینو په باور پېنځه کاله د دوه سري حکومت ولسمشر و؛ دا ځل بیا بخت آزمايي او د پېنځه کلونو ولسمشرۍ ته یې ملاتړلې ده.

د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني وایي: له دولت سازې ډلې غواړم، چې د عمرفاروق او حضرت علی عدالت ولري.

که څه هم تمې داسې دي، چې نوماندان به خپلې تګلاري بیانوي؛ خو د سیالیو په لومړۍ ورځ د دولت جوړوونکې ډلې رهبر محمد اشرف غني تر ډيره کنايې او شعارونه وړاندې کړل.

هغه د دولت جوړوونکې ډلې رهبري کوي او شعار یې دا دی، چې حساب ورکوو او حساب غواړو.

ده وویل، چې که بریالی شوم په دوه کلونو کې به د هېواد ټولو ولسوالیو ته برښنا ورسوي او بیا به له ديورند کرښې هغې غاړې ته هم برښنا ورکړي.

د ولسمشرۍ نوماند محمد اشرف غني دا وايي، چې په تېرو پېنځه کلونو کې یې د جیب خرڅیو په پرې کولو د یو شمېر سیاستوالو تربګني په غاړه واخیسته.

د ولسمشریزو ټاکنو سیالۍ به دوه میاشتې روانې وې، چې محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار، احمد ولي مسعود، حکیم تورسن، شیدا محمد ابدالي، عنایت الله حفیظ، عبدالطیف پدرام، غلام فاروق نجرابي، نورالحق علومي، محمد حنیف اتمر، فرامرز تمنا، محمد شهاب حکیمي، رحمت الله نبیل، محمد ابراهیم الکوزی، نورالحمن لیوال، زلمی رسول او سید نورالله جلیلي په ګډون به  ۱۷ نوماندان د ولسمشرۍ څوکې د تر لاسه کولو لپاره ټاکنیزې سیالۍ تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version