تازه خبرونه

په غزني کې د خپلې لویدلې الوتکې څېړنه کوو- د امریکا پوځ

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۸, ۱۳۹۸)

د امریکا پوځ ویلي، چې د افغانستان په غزني ولایت کې د خپلې لویدلې الوتکې څېړنه کوي.

د امریکا د پوځ یوه الوتکه د دوشنبې پر ورځ/ د سلواغې ۷ د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې را وغورزیده او اور یې واخیست. تر اوسه څرګنده شوې نده، چې په دې الوتکه کې څو کسان وژل شوي دي.

طالبانو ادعا کړې، چې دا الوتکه په تاکتیکي ډول را غورځول شوې ده.

د امریکا ځواکونو ویاند ساني لګت په خپل یوه تویت کې د طالبانو لخوا د الوتکې رانسکورولو ادعا رد کړه.

ساني لګت زیاته کړې، چې د پېښې د علت په اړه پلټنې روانې دي او تر دې دمه داسې کومه نښه نده لیدل شوې، چې هغه دې د دښمن لخوا پر نښه شوې وي.

د امریکایي ځواکونو ویاند تر دې دمه د پېښې له مرګ و ژوبلې هم څه ندي ویلي؛ خو څرګندوي، چې دغه الوتکې د جګړې په ډګر کې د پوځیانو لخوا د معلوماتو راټولولو لپاره کاریږي.

طالبانو ویلي، چې دا الوتکه په تکتیکي ډول غورزول شوې ده.

پوځي کارپوهان وايي، تر هغې، چې د دغې الوتکې توره بکسه ونه موندل شي؛ ستونزمنه ده، چې وویل شي، دا الوتکه څه ډول را غورزیدلې ده.

د افغانستان د هوايي ځواک پخوانی قومندان عبدالوهاب وردګ ويلي، چې که دا الوتکه د وسلوالو طالبانو لخوا ویشتل شوې وي؛ د جګړې لوری به بدل کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه دوه انجنه  الوتکه د امریکایي ځواکونو له سوق او ادارې سره تړاو لري او ډېر لوړ الوت کوي. تر هغې، چې توره بکسه یې موندل شوې نه وي؛ علت یې نه څرګندیږي.  

داسې اندېښنې هم شته، چې ښايي وسلوالو طالبانو د الوتکو ضد توغندي موندلي وي.

پوځي کارپوه جاوید کوهستاني ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې ډېرو الوتکو سقوط کړی او تر دې دمه دا هم معلومه نده، چې پر توغندي لګیدلي او که تخنیکي ستونزې یې لرلې. که دا رښتیا وي، په افغانستان کې به د جګړې بهیر هم ورسره بدلون ومومي.

دا الوتکه په داسې حال کې را غورزيدلې، چې امریکا او طالبان د سولې پر خبرو ټینګار کوي.

مدني هڅاندي هم اندېښمن دي، چې ښايي دا پېښه د سولې خبرې زیانمنې کړي.

د امریکايي پوځ د معلوماتو له مخې؛ دا الوتکه د کندهار له هوايي ډګر سره تړلې وه، چې په وینا یې په افغانستان کې یې د هوايي بریدونو د همغږي دنده پر غاړه درلوده.

Trending

Exit mobile version