Connect with us

تازه خبرونه

په ترکیه کې د افغانستان لوی ملي ائتلاف اعلان شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي اجرائیه رییس عطا محمد نور په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په افغانستان لوی ملي ائتلاف کې د افغانستان د ژغورنې ائتلاف د غړیو په ګډون د لوی کندهار، لوی پکتیا او لوی ختیځ  مشران د جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي او جنبش ملي تر چتر لاندې برخه لري.

ویل کیږي، چې د خلکو محور او د افغانستان د خلکو نوې ملي جبهه هم تر دغه چتر لاندې په دې ائتلاف کې ځای لري.

نوموړي په خپل فیسبوک کې په ډاګه کړې، چې دغه ائتلاف به ډېر ژر په کابل کې خپل شتون اعلان کړی.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان لوی ملي ائتلاف د جوړولو موخه د نظام پیاوړتیا او په حکومت کې د اصلاحاتو رامنځته کول دي.

د جمعیت اسلامي اجرائیه رییس ښاغلی نور دا هم ویلی، چې دغه ائتلاف به په راتلوونکیو پارلمانی، ولسوالیو شوراګانو او ولسمشریزو ټاکنو کې هم یو مهم رول ولوبوي.

د افغانستان د ستر ملي ائتلاف فعال غړی رحمت الله بیژن پور وایي: دغه روان ریاستي نظام په خواشینۍ، چې سترې ستونزې رامنځته کړې دي. باید یو نامتمرکزه نظام را منځته شي.           

د جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رییس عنایت الله بابر د دې ائتلاف د جوړیدو خبر او ډله ییز انځور انلاین خپور کړی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطا محمد نور، پخوانی مرستیال ولسمشر احمد ضیا مسعود او د ولسی جرګې ځینې برحاله غړي په انځور کې لیدل کیږي.

ده په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د مدني ټولنو د شبکې رییس عزیز رفیعي وایي د خواشینۍ ځای دی، چې په افغانستان کې یو مدون سیاست رامنځته نشو؛ هر څه، چې رامنځته کیږي غبرګوني بڼه لري. لکه په دې وروستیو کې د تذکرو د وېش او د ائتلاف بحث.  

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون رییس اقبال ساپی وایي: زه فکر کړم، چې دغو ائتلافونو په تېر کې کومه د ډاډ وړ پایله نه لرله او اوس به یې هم ونلري او نه خلک پرې باور کولی شي.           

په دې ائتلاف کې زیاتره سیاسي څېرې شتون لري یا واک کې شریک دي، چې له ملي وحدت حکومت سره د کار تجربه لري، خو تل یې له دې امله نیوکې کړي، چې په وینا یې واک ډېر انحصار شوی دی.

خبریال: باعث حیات

            

تازه خبرونه

د تېرو څلورو ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!