بلخ @ps

په بلخ کې د طالبانو دوه ډلې له امنیتي ځواکونو سره یو ځای شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له هغې وروسته، چې روسیې په بلخ کې له طالبانو سره د مرستو غوښتنه وکړه؛ د طالبانو دوه ډلې له امنیتي ځواکونو سره یو ځای شوې، چې د افرادو شمېر یې دوه سوو تنو ته رسیږي.

قومندان محمد چریک او دواجان آخند، چې تازه تسلیم شوي وایي، ایران د روسیې په ملاتړ په افغانستان کې د جګړې د پراختیا په هڅه کې دی.

قومندان محمد چریک کلونه کلونه د ماینونو ځای پر ځای کولو امر ورکاوه، د چمتال او شولګرې ولسوالیو او د سرپل  د ځینو برخو په ناامنیو کې یې مستقیم لاس درلود

د بلخ سیمه ییز چارواکي وایي، په چمتال او شولګرې ولسوالیو کې شپږ دېرش کلي د وسلوالو له شتون پاک شوي او له دې سره  د هېواد له سویل څخه شمال ته د طالبانو اکمالاتي لارې هم بندې شوې؛ ځکه طالبانو د البرز غره له لارې اکمالات کول.

د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید له حکومت سره د یاغي ډلو یو ځای کیدل د امنیت د تامین لپاره مهم ګام بولي.

د شولګرې او چمتال په ولسوالیو کې له طالبانو څخه د شپږ دېرش کلیو له پاکولو وروسته اوس د دې سیمو د خلکو غوښتنه دا ده، چې دولت دې په بلخ کې د بیا رغاونې پروژې ژر پلې کړي.

خبریال: احمد فرشاد صالح

Trending

Exit mobile version