Connect with us

تازه خبرونه

په روانه میاشت کې د ننګرهار درې ښوونځي سوځول شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په روانه میاشت کې د ننګرهار درې ښوونځي سوځول شوي، چې دا کار د عالمانو له سخت غبرګون سره مخ شوی او د ښوونځيو سوځوونکي له اسلام وتلي بولي.

د سې شنبې پر ورځ(د وري ۲۸) د ننګرهار ولایت  دیني عالمانو په یوه خبري ناسته کې د مخالفینو دې کار ته سخت غبرګون وښود او هغه کسان، چې  ښوونځي سوځوي،  د انسانیت او اسلامیت له دایرې یې بهر او وتلي وګڼل.

د ننګرهار د څلور ولسوالیو په هغو سیمو کې، چې د داعش جنګیالي واکمن دي، شاوخوا ۲۱ ښوونځي تړل شوي دي؛  خو هلته، چې خلاص دي، تازه یې د سوځولو لړۍ پیل شوې ده.

په ننګرهار کې د قباء جومات خطیب مولوي حبیب الله وایي، چې افغان ښوونځي د ګاونډ هېوادونو د استخباراتو پر لارښوونه سوځول کېږي.

دیني عالم مولوي زیړګل ویلي؛ هغوی، چې ښوونځي سوځوي خلک یې باید کورونه وسوځوي او له خپلې سیمې یې وشړي.

په روانه میاشت کې د مومندرې ولسوالۍ درې ښوونځي سوځول شوي او د چپرهار ولسوالۍ د ډاګو لیسې مدیر عبداللطیف خان وژل شوی دی.

د دې ناستې بله موخه له وسلوالو طالبانو سره پر سوله ټنګار و.

دیني عالمانو وویل،  افغان حکومت د سولې لپاره بشپړه زمینه برابره کړې؛ خو وسلوال طالبان د ګاونډ هېوادونو د فشارونو له کبله سوله نه کوي.

په دې ناسته کې د بېلابېلو سیمو سولې ته له درول شویو خیمو هم ملاتړ وشو او له ارګه وغوښتل شول، چې د سولې په تړاو پیل کړې هڅې روانې وساتي.

دوی له خلکو وغوښتل، چې د خپلو سیمو ښوونځي پخپله وساتي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

تازه خبرونه

د تېرو څلورو ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!