تازه خبرونه
په روانه میاشت کې د ننګرهار درې ښوونځي سوځول شوي
په روانه میاشت کې د ننګرهار درې ښوونځي سوځول شوي، چې دا کار د عالمانو له سخت غبرګون سره مخ شوی او د ښوونځيو سوځوونکي له اسلام وتلي بولي.
د سې شنبې پر ورځ(د وري ۲۸) د ننګرهار ولایت دیني عالمانو په یوه خبري ناسته کې د مخالفینو دې کار ته سخت غبرګون وښود او هغه کسان، چې ښوونځي سوځوي، د انسانیت او اسلامیت له دایرې یې بهر او وتلي وګڼل.
د ننګرهار د څلور ولسوالیو په هغو سیمو کې، چې د داعش جنګیالي واکمن دي، شاوخوا ۲۱ ښوونځي تړل شوي دي؛ خو هلته، چې خلاص دي، تازه یې د سوځولو لړۍ پیل شوې ده.
په ننګرهار کې د قباء جومات خطیب مولوي حبیب الله وایي، چې افغان ښوونځي د ګاونډ هېوادونو د استخباراتو پر لارښوونه سوځول کېږي.
دیني عالم مولوي زیړګل ویلي؛ هغوی، چې ښوونځي سوځوي خلک یې باید کورونه وسوځوي او له خپلې سیمې یې وشړي.
په روانه میاشت کې د مومندرې ولسوالۍ درې ښوونځي سوځول شوي او د چپرهار ولسوالۍ د ډاګو لیسې مدیر عبداللطیف خان وژل شوی دی.
د دې ناستې بله موخه له وسلوالو طالبانو سره پر سوله ټنګار و.
دیني عالمانو وویل، افغان حکومت د سولې لپاره بشپړه زمینه برابره کړې؛ خو وسلوال طالبان د ګاونډ هېوادونو د فشارونو له کبله سوله نه کوي.
په دې ناسته کې د بېلابېلو سیمو سولې ته له درول شویو خیمو هم ملاتړ وشو او له ارګه وغوښتل شول، چې د سولې په تړاو پیل کړې هڅې روانې وساتي.
دوی له خلکو وغوښتل، چې د خپلو سیمو ښوونځي پخپله وساتي.
خبریال: رحمت الله زیارمل