تازه خبرونه

په افغانستان کې درې نیم میلیون کسان خوړو ته اړ تیا لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولین وايي، چې په افغانستان کې درې نیم میلیون کسان د خوړو چټکو مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوولین وايي؛ هغه هېوادونه، چې جګړې او وچکالۍ ځپلي د خوړو مصونیت پر وړاندې مبارزه په کې له ننګونو سره مخ شوې ده.

دوی دا هم ویلي، چې په افغانستان کې له تېرو درې کلونو راپدیخوا د هغو خلکو شمېر ۹ میلیون کسانو ته رسید لی، چي غذايي مصونیت نلري او هغه کسان، چي خوړو ته اړتیا لري درې نیم میلیون دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام رییس زلتن ملیسیک وایي: په افغانستان کې د غذايي مصونیت او غذايي کمښت ستونزه د وچکالۍ او ناامنۍ له کبله رامنځته شوې، افغان حکومت او نړیوال بنسټونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي، چې دا ستونزه حل شي.

هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو له مخې د یارلس میلیون کسان د خوړو له مصونیته بی برخي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو هم ویلي؛ په افغانستان کې د وچکالۍ او ناامنیو له کبله د خوړو رسولو او مصونیت ستونزه شته، چې له دغو ستونزو سره د مبارزې لپاره پوره  چمتوالی نیول شوي او شته ستونزو ته د حل لار لټوي او له هغو ذخایرو به اړو هېوادوالو ته مرستې ورکړ شي، چې دوی يي په واک کې لري.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی  وایي: د غذايي مصونیت لپاره مو پروګرامونه روان کړي، چې د هېواد د فقر او غذايي مصونیت د ستونزو ۷۰ سلنه  فشار په لیریو پرتو سیمو کې دی.

د کرنې وزارت دا هم وايي؛ د کرنیزو فعالیتونو پراختیا، له بزګرو ملاتړ، د خوړو مصونیت، د ځنځیري محصولاتو پراختیا، د کرنې معیاري کول او د کرنیزو پالیسیو بیا ارزول مو په لومړیتوبونو کې دي.

خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version