تازه خبرونه

په دوحه کې د طالب او امریکایي استازیو خبرې له دمې وروسته بیا پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي؛ امریکایي پلاوي طالبانو ته  وړاندیز کړی، چې په درې تر پېنځه کلونو کې به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، خو طالبانو ویلي، چې دا ځواکونه دې په شپږ میاشتو کې ووځي.

په تېرو دوه ورځو کې طالبان او امریکایان په خپلو کې وغږېدل؛ تازه د شنبې پر سهار( د کب ۱۱) دواړه خواوې د یوه میز تر شا کیناستې او خبرې له سره پیل شوې، چې د اختلاف غټ ټکي په کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش دی.

د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان ګوند رییس مولوي قلم الدین ویلي؛ امریکایانو د طالبانو استازیو ته وړاندیز کړی، چې بهرني ځواکونه به په درې تر پېنځه کلونو کې ووځي، خو طالبانو دا نده منلې او له شپږ میاشتو تر یوه کال پورې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي. په داسې حال کې، چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو د اړوند نېټې په اړه څه ندي ویلي.

طالبانو ته نږدې سرچینو ويلي؛ ښایي روانې خبرې اترې څو ورځې نورې هم وغزیږي، چې د سولې  پر وروستۍ هوکړې سلا وشي.

پخوانی طالب سید اکبر آغا وایي؛ امریکایان غواړي، چې  تر ۵ کلونو پورې به افغانستان خوشې کړي؛ ځکه د افغانستان له حکومت سره په امنیتي تړون کې د بهرنیو ځواکونو حضور لس کلن دی، چې باید دغه موده پوره کړي.

د دوحې د مذاکراتو په اوج کې افغان حکومت پرېکړه کړې، چې له طالبانو سره به د مرکچي پلاوي ترکیب بدل کړي. لدې مخکې زلمي خلیلزاد هم ویلي وه، چې په کابل کې د سولې خبرو لپاره پلاوی د جوړېدو په حال کې دی.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي، چې له طالبانو سره د مرکچي پلاوي په ترکیب کې بدلون راځي او سیاسي ډلې به هم په دې نوملړ کې ور زیاتې شي.

سرچینو ویلي، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې لومړنۍ هوکړې مسوده هم تیاره شوې او ښایي د دوحې په دې پړاو خبرو کې د دواړو خواوو د تائید وړ وګرځي. په داسې حال کې، چې د دې مسودې جزییات تر اوسه ډاګیز شوي ندي.

پخوانی پوځي محمد رادمنش وایي؛ تر هغې، چې سیاسي ډلې، حکومت او مدني بنسټونه د دغو خبرو برخوال ونه ګڼل شي په دې اړه به وروستۍ پایله تر لاسه نشي.             

د طالب بندیانو خلاصون او اوربند، دوه نور بحثونه دي، چې د قطر په مذاکراتو کې پرې د طالبانو او امریکایانو استازي خبرې کوي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version