Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې له نري رنځ څخه زرګونه کسان مري

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د نري رنځ د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې چارواکو اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې هر کال د نري رنځ له کبله زرګونه کسان ژوند له لاسه ورکوي.

 اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې د نري رنځ د درملنې لپاره روانې هڅې بسنه نه کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د نري رنځ ناروغۍ د له منځه وړلو بهیر ښیي، چې د دغې ناروغۍ د ناروغانو درملنه چټکه شوې؛ خو له درملنې څخه د پاتې کسانو شمېرهم د اندېښنې وړ دی، چې پر وړاندې یې باید مبارزه وشي او په دې اړه نړیوالو ګډو هڅو ته اړتیا ده.  

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون څرګندونې ښیي، چې په تېرو اووه لس کلونو کې د افغانستان پېنځه سوه زره کسان پر نري رنځ اخته شوي دي.

یاد کمیسیون دا هم ویلي، چې که د دغې ناروغۍ د خوریدو مخه ونه نیول شي؛ له جګړو او تاوتریخوالي به د نري رنځ تلفات ډېر وي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ريیسه سیما سمر وایي، چې که د نري رنځ ناروغۍ درملنه ونشي؛ د  جګړې په پرتله به یې تلفات ډېر وي؛ ځکه دا ساري ناروغي ده او د له منځه وړلو لپاره یې باید د مرستندویو هېوادونو مرسته روانه وساتل شي.    

د عامې روغتیا وزیر وايي، چې د نري رنځ ناروغۍ د درملنې د هڅو په لړ کې دغه ناروغي په افغانستان کې پنځوس په سلو کې راټیټه شوې ده.

د عامې روغیتا وزیر فیروزالدین فیروز وایي، چې په افغانستان کې هر کال شاو خوا درویشت زره کسان د نري رنځ له کبله مري. سږکال مونږ نهه زره تلفات لرو، چې د تېر په پرتله پنځوس سلنه لږوالی ښیي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ د هېواد په نهه لویو ښارونو کې د درملنې دوه زره شپږ سوه اووه ویشت مرکزونه لرو، چې لدې ناروغۍ سره مبارزه وکوي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د امریکا پرمختیايي اداره د افغانستان د روغتیا له برخې سره تر ټولو ډېره مرسته کوي؛ خو د نري رنځ ناروغي اوس هم د افغانانو د ژوند لپاره د جدي ګواښ په توګه پاتې ده. افغان چارواکي ويلي؛ د نړیوالو مرستو په لړ کې به وتوانیږو، چې تر دوه زره دېرشم میلادي کال پورې په افغانستان کې د نري رنځ ناروغي له ریښې وباسو.

خبریال: سمیع جهش

تازه خبرونه

د تېرو څلورو ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!