تازه خبرونه

له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه مسوولانه وي- احمدي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د طالب استازیو او امریکایانو تر منځ د احتمالي روغې جوړې په غبرګون کې ویلي، چې له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه مسوولانه وي؛ ځکه، چې دغه خبرې له افغان دولت سره د همغږۍ له مخې پر مخ ځي.

د دوحې په شپږم پړاو خبرو کې هم د افغانستان د سولې په برخه کې غوڅ ګام پورته نه شو؛ طالبانو په ورین تندي د دې ناستې په اړه خبرې وکړې؛ خو زلمی خلیلزاد د دې ناستې له پایلو چندان خوښ نه ښکاري، ځکه نوموړي د اوربند او افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل په برخه کې هوکړې ته لاسرسی غوښته؛ خو دا هدف پوره نه شو.

د طالبانو په واکمني کې د امر بالمعروف وزیر مولوي قلم الدین هم وایي، د طالب استازیو او امریکایانو په شپږم پړاو خبرو کې دواړو خواوو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مسالې هوکړه کړې؛ نه د ترهګرۍ پر ضد د تضمین په اړه.

په دوحه کې د طالب استازیو او افغان سیاسیونو دوه یمې ناستې ته چمتووالی پیل شوی؛ کومه ناسته، چې ویل کیږي له اختر مخکې او یا هم وروسته تر سره شي او حکومت به په دې بهیر کې یوه برخه وي، نه اصلي لوری.

د طالبانو د ډلې پخوانی غړی سید اکبر آغا ویلي، چې د امریکایانو او طالبانو د اووم پړاوو خبرو نه مخکې ټاکل شوې په دوحه کې د افغانانو دوه یمه خپلمنځي ناسته تر سره شي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د څرنګوالي جزئیات پټ پاتې دي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي د طالب استازیو او امریکایانو تر منځ په خبرو کې احتمالي هوکړې ته په غبرګون کې وایي، له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرېکړه مسوولانه وي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ويلي، چې په شپږم پړاو خبرو کې پرمختګونه  سوکه ول؛ خو اوس تمه ده، چې د خبرو اووم پړاو د افغانانو د خپلمنځي ناستې پر پایلو تمرکز ولري او د سولې په برخه کې وروستۍ پرېکړه وکړي.

Trending

Exit mobile version