بلخ @ps
په بلخ کې طالب قومندان ملا خادم ووژل شو
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د شاهین ۲۰۴ قول اردو امنیتي چارواکي وایي، چې د بلخ ولسوالۍ په چاڼیزو عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو قومندان ملا خادم ووژل شو او یو شمېر کلي هم له وسلوالو پاک شول.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ په اړوند عملیاتو کې د طالبانو یو سرګروپ سرور نومی نیول شوی او د دوی یو موتر هم له منځه وړل شوی دی.
طالبانو د دغې پېښې په اړه تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي.