بلخ @ps
په بلخ کې د پوهنتون یو استاد د وسلوالو له بریده روغ رمټ وتلی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
دغه برید د پولیسو د اووه مې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د دوه موتر سایکل سپرو لخوا د ښاغلي محمد ناصر امیني پر موتر ترسره شوی دی.
د بلخ پولیسو ویلي، چې د اړوند پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مزارشرف ښاریان په ښار کې دننه د نامسوولو کسانو له تګ راتګه اندېښمن شوي دي.
له دې مخکې د بلخ ولایت یو بل مدنې مخکښ هم تر برید لاندې راغلی و او وسلوالو بریدګرو ترې موتر او اړوند څیزونه له ځانه سره وړي وه، چې تر دې دمه د دغه ولایت پولیس د بریدګرو پر نیولو بریالي شوي ندي.